BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  •    مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
 
د خپريدو وخت: 07:52 گرينويچ 2008 ,27 سپتمبر
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د ولس خبرې: بحراني حالت
 

 
 
بحراني حالت

بحران يوه عربي کليمه ده چې د خرابی معنی ورکوي او بحراني حالت هغې وضعې ته ويل کيږي چې په هغې کې له کنتروله وتلې ګډوډی را مينځته شي.

د کابل ښار اوسيدونکی غلام نبي وايي:

"تيرکال د افغانستان په ځينو شمالي ولايتونو کې پر کروندو باندې ملخانو يرغل وروړ، دا ملخان دومره ډير وو چې ان د موټرو ښيښې يې ونيولې،

ټولې کروندې يې له مينځه يو وړې و هر څه يې تباه کړل، په دې توګه خلکو هيڅ هم نه شو کولای او دا حالت له کنتروله ووت چې دا يو بحراني حالت و."

د کاپيسا د ولايت يو اوسيدونکی لطيف وايي: "زموږ پر کلي سيل راغی، دا هغه وخت و چې خلکو درمندونه جوړ کړي وو خو لا يې ميده کړي نه وو

سيل د خلکو ريبل شوي غنم يووړل، په نتيجه کې فقر او بيوزلي په سيمه کې خپره شوه چې تر ډيرو يې په سيمه ناوړه اغيزه پاتې وه."

د افغانستان د علومو د اکاډمی د نشراتو ريس سرمحقق امين مجاهد د بحران په اړه وايي:

"بحراني حالت د ژوند په ټولو اړخونو لکه اقتصادي، سياسي، ټولنيزو او فرهنګي برخو کې راتلای شي،

بحراني حالت
له بحراني حالت څخه د وتو لپاره بايد د ستونزې اصلي ريشه له منځه وايستل شي.

بحراني حالت د خلکو په ژوند ناوړه اغيزه اچوي يواځې د دوی ژوند څه چې ان د يوه هيواد او که بحران د نړۍ په کچه وي، د نړی ودې او پرمختګ ته لوی ګواښ جوړولای شي."

د کابل ښار يو اوسيدونکی وحيد وايي: "په ديارلس سوه اوه شپيتم کال کې په کابل کې تېل نه موندل کيدل، له خلکو سره پيسې وي خو د تيلو ټانکونه ټول تړلي وو،

همدا د تيلونه موجوديت په خلکو ډيره ناوړه اغيزه کړې وه، دا پخپله يو بحراني حالت و."

د کارپوهان په وينا له بحراني حالت څخه د وتو لپاره بايد کار وشي، د ستونزې اصلي ريشه پيدا شي او د هواری يو غم يې وخوړل شي.

 
 
باميانو ته سياحت د ولس خبرې
سياحت
 
 
اجباري زده کړې د ولس خبرې
اجباري زدکړې
 
 
نړيوال بانک د ولس خبرې
نړيوال بانک
 
 
ډنډونه او مرغان د ولس خبرې
د رامسر کنوانسيون
 
 
ستراتېژي د ولس خبرې
ستراتېژي
 
 
د خصوصي ښوونځی زده کوونکي د ولس خبرې
خصوصي زده کړې
 
 
اعتصاب د ولس خبرې
اعتصاب
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
 
  BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>