امریکا وايي د روسیې د تیلو لپاره د بیې ټاکل به ژر پوتین ته زیان ورسوي

روسیه تېل

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا د خزانې وزیرې جینت ییلن هم ویلي، د بیو دغه ټاکل به د روسیې تر ټولو مهم عاید کم کړي.

مسکو، اروپايي ټولنې او اوو صنعتي هېوادونو ته د روسیې تېلو لپاره د یوې محدودې بیې ټاکلو په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، هغو هېوادونو ته به تېل نه ورکړي چې ټاکل شوې اندازه پلې کړي.

خو امریکا وايي، د روسیې تېلو لپاره د بیې ټاکل به د اوکراین په ناقانونه جګړه کې د روسیې عایدات محدود کړي.

د روسیې د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر لیونید سلوتسکي ویلي، که په راتلونکې اونۍ کې د هرې بوشکې بیه (۶۰ ) ډالره پلي شي، نو له مخې یې اروپايي ټولنه د خپلې انرژۍ امنیت له خطر سره مخامخ کوي.

د امریکا د خزانې وزیرې جینت ییلن هم ویلي، د بیو دغه ټاکل به د روسیې تر ټولو مهم عاید کم کړي.

د روسیې د تیلو د بیې لپاره ټاکلې بیه د تېرې جمعې په ورځ (دسمبر دویمه) د لویدیځو متحدینو لخوا تصویب شوه.

د بیو ټاکل کېدو په اړه دا ګام به د دوشنبې له ورځ عملي شي. چې موخه یې پر اوکراین د روسیې د برید په تړاو پر دغه هېوا د لویدیځ فشارونه لا پسې ډېر کړي.

اوکراین تر ټاکل شوې بیې د لا ټیټ قمیت (هره بوشکه۳۰ ډالرو) غوښتنه کړې.

د روسیې تېلو بیه څنګه وټاکل شوه؟

د سپتمبر په میاشت کې اوو صنعتي هیوادونو (امریکا، کاناډا، انګلستان، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان) او اروپايي ټولنې لخوا د یوې بوشکې تیلو د بیې د ټاکلو وړاندیز شوی وو، چې ورسره د اوکراین په جګړې کې د مسکو وړتیا ته زیان ورسوي.

روسیه تېل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مخکې جرمني د روسیې د تیلو تر ټولو لوی واردوونکی وو، ورپسې هالنډ او پولنډ ځای درلود.

د امریکا د خزانې وزیر ویلي د بیو حد ټاکل به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مالي حالت نور هم محدود کړي، "هغه عایدات به محدود کړي چې هغه یې د خپل تیري د ملاتړ لپاره کاروي."

د بریتانیې د مالیې وزیر جیریمي هنټ هم ویلي، هېواد به یې له دغې پریکړې ملاتړ په پام کې وساتي د "پوتین د مالي بهیر د محدودولو" لپاره به نوې لارې لټوي.

د روسیې د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر لیونید سلوتسکي په وینا اروپايي ټولنې په دې پریکړه لیک سره د خپلې انرژۍ امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.

که څه هم د دا ډول ګامونو پورته کول به په روسیې کې هم احساس شي، خو ښايي ګوزار یې دومره زیات نه وي، ځکه روسیه به خپل تیل په نورو بازارونو لکه هند او چین کې وپلوري، چې دا مهال د روسیې د خامو تیلو لوی اخیستونکي دي.

د انرژۍ د نړیوالې ادارې د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل مخکې، د روسیې د تېلو له نیمايي ډېر صادرات اروپايي هېوادونو ته تلل. جرمني د روسیې د تیلو تر ټولو لوی واردوونکی وو، ورپسې هالنډ او پولنډ ځای درلود.

خو د جګړې له پیل راهیسې د اروپايي ټولنې هېوادونه په دې هڅه کې دي چې د روسیې پر تیلو خپله تکیه کمه کړي. امریکا لا ورا دمخه د روسیې د خامو تیلو په واردولو بندیز لګولی او بریتانیا پلان لري چې د کال تر پایه په تدریجي ډول خپل واردات پای ته ورسوي.