دیني عالم سره د شخړې پایله؛ نایجیریا کې یو کس په ژوندینه سوځول شوی
د عکس سرچینه، Getty Images
د نایجېریا پلازمېنه ابوجا کې پولیس وايي د یوه ځايي مسلمان دیني عالم پلویانو تر هغې وروسته یوه کس ته په ژوندینه اور اچولی، چې له دغه عالم سره یې شخړه راغلې وه.
د احمد عثمان په نوم دغه ۳۰ کلن سړی د امنیت ساتنې یوې ځايي ډلې غړی و او پولیس وايي شاوخوا ۲۰۰ کسان ترې تاو شوي دي.
تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې د دیني عالم او وژل شوي کس ترمنځ دا شخړه پر څه راپورته شوې وه.
پولیسو ویلي ابوجا کې د دې پېښې قرباني لوګبي سیمه کې د فدرال استوګنځایونو د امنیت ساتنې د یوه ځايي ډلې غړی دی.
هغه پولیسو ته په داسې حالت کې په لاس ورغلی چې سخت سوځېدلی و.
احمد عثمان یوه ځايي روغتون ته تر لېږدول کېدو وروسته د ژورو ټپونو له کبله مړ شوی.
تېره میاشت د نایجېریا سوکوتو ښار کې یوه عیسوۍ زدکوونکې دین ته د سپکاوي په تور د مسلمانو محصلانو لخوا په وهلو ډبلو وژل شوې او بیا یې جسد ته اور اچول شوی و.
ابوجا کې د بي بي سي خبریال کرېس اېوکور وايي داسې ښکاري چې نایجریا کې د خلکو ډلو لخوا د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.
دوه اوونۍ وړاندې د ابوجا یوه څنډه کې د سوداګریزو موټرسایکل چلوونکو او سوداګرو ترمنځ نښتو کې ۵ کسان وژل شوي وو.
تر هغې څو ورځې وړاندې د نایجریا سوداګریز مرکز لاګوس کې یو ۳۸ کلن انجنیر د یوې ډلې د زور زیاتي پایله کې وژل شوی و.
نایجېریا کې د بشري حقونو فعالان وايي د ډلو ډلګیو د تاوتریخوالي دا پرله پسې پېښې ځکه ډېرې شوي چې له سزا معافیت ژورې ریښې غځولي او پر جرمي عدلي سیستم باور کمزوری شوی دی.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته