د عکسونو البوم: د فرعون 'لمریزه کښتۍ' مصر موزیم ته ولېږدول شوه

په مصر کې د فرعونانو د دورې یوه لرغونې کښتۍ د دغه هېواد ''''مصر ستر موزیم '''' ته لېږدول شوې چې اهرامونو ته نژدې به سږ کال پرانیستل کېږي.

د عکس سرچینه، Egyptian Ministry of Tourism and Antiquity

د عکس تشریح، د پاچا خوفو دغه نژدې ۲۵۰۰ کاله لرغونې کښتۍ لومړی ځل ۱۹۵۴ کال کې وموندل شوه.

د عکس سرچینه، Egyptian Ministry of Tourism and Antiquity

د عکس تشریح، د درنو ماشینونو له لارې دغه لرګینه کښتۍ هغه ځای ته ولېږدول شوه چې د تل لپاره به پکې ساتل کېږي.

د عکس سرچینه، Egyptian Ministry of Tourism and Antiquity

د عکس تشریح، تیوري داسې ده چې دغه بېړۍ چې د لمریزې کښتۍ نوم ورکړل شوي، په دې هدف چمتو شوې وه، چې فرعون به له مړینې وروسته پکې هوا ته الوځي.

د عکس سرچینه، Egyptian Ministry of Tourism and Antiquity

د عکس تشریح، دا کښتۍ ستر اهرام غزه کې موندل شوې وه، چې دغه اهرام هم پاچا خوفو چمتو کړی و.

د عکس سرچینه، Egyptian Ministry of Tourism and Antiquity

د عکس تشریح، مصري لرغونپوهان دا کښتۍ له لرګي جوړه شوې 'تر ټولو پخوانی او ستره' اله بولي

د عکس سرچینه، Egyptian Ministry of Tourism and Antiquity

د عکس تشریح، داسې باور کېږي چې پاچا خوفو له میلاده مخکې د ۲۵۶۶ او ۲۵۸۹ کلونو تر منځ واکمن و چې په لرغوني یونان کې د شوبوس په نامه یادیده.

د ټولو تصویرونو حقونه خوندي دي.