اسراییلو د ابراهیم رئیسي پر ټاکل کېدو ژوره اندېښنه وښوده
د عکس سرچینه، EPA
اسراییلو ویلي نړیواله ټوله باید د ایران د نوي ولسمشر ابراهیم رئیسي پر ټاکل کېدو په ژوره توګه اندېښمنه وسي.
د اسراییلو د بهرنیو چارو وزرات ویاند لېور حیات ویلي ښاغلی رئیسي تر ټولو سخت دریځه ولسمشر دی او خبرداری یې ورکړ چې د ایران نوی ولسمشر به اتومي فعالیتونه ډېر کړي.
ابراهیم رئیسي د تېرې شنبې په ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان شو او راتلونکې اګست میاشت به د ولسمشرۍ لُوړه وکړي.
ښاغلی رئیسي یو مخکښ قاضي دی او ډېر محافظه کاره لېدلوری لري.
پر نوموړي د امریکا له خوا بندیزونه لګول شوي او ویل کېږي چې د سیاسي بندیانو په اعدامولو کې لاس لري.
په ټاکنو کې د ښاغلي رئیسي د بریالي کېدو له اعلان وروسته نوموړي په یوه اعلامیه کې ژمنه وکړه چې پر حکومت به د خلکو باور پیاوړی کړي او دی به د ټول ولس مشري کوي.
په اعلامیه کې د ښاغلي رئیسي له خولې راغلي ''زه یو جدي کاري، انقلابي او فساد ضد حکومت جوړ کړم ''.
خو د اسراییلو د بهرنیو چازو وزارت ویاند په یوه انتقادي ټویټ کې ویلي ''ابراهیم رئیسي یوه سخت دریځه څېره ده او په چټکۍ سره د ایران پوځي اتومي پروګرام پرمخ بېولو ته ژمن دی ''.
ایران او اسرییل له ډېرې مودې راهیسې دښمني پالي او له یو بل نه د غچ اخیستلو لپاره اقدامات کوي خو تر اوسه پورې یې ترمنځ جګړه نه ده شوې او په وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو ځل بیا ترینګلتیا ډېره شوې ده.
حالت پېچلی دی خو د کړکېچ ډېره برخه د ایران د اتومي فعالیتونو له امله ده.
ایران تور پورې کوي چې اسراییلو یې تېرکال یو جګپوړی اټومي ساینسپوه وواژه او د تېر اپریل په میاشت کې یې د یورانیمو د بډایلو پر یوه مرکز برید وکړ.
په ورته وخت کې اسراییل وايي د ایران اټومي پروګرام د سوله ییزو موخو لپاره نه دی، بلکې ګومان کوي چې ایران د اټومي وسلې د جوړولو هڅې کوي.
اټومي تړون
په ۲۰۱۵ کال کې له ایران سره د اټومي پروګرام په اړه یې د لوېدیځو هېوادنو له خوا یو تړون وشو خو په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دې تړونه ووت او پر ایران یې یو ځل بیا اقتصادي بندیزونه ولګول.
د بندیزونو په غبرګون کې ایران خپل اټومي فعالیتونه ډېر کړل او اوس مهال د بل هر وخت پرتله تر لوړې کچې یورانیم غني کوي، خو تر هغې کچې نه دي چې اتومي وسله دې جوړه کړای شي.
د ولسمشر بایډن اداره اوس بیا هڅه کوي چې له دې تړون سره یوځای شي.
په همدې حال کې نن (یکشنبه د جون ۲۰مه) د هغو هېوادونو مشران چې له ایران سره د شوي تړون غړي دي په ویانا کې سره جرګه کېږي چې له ایران سره د چلن په اړه سلا مشورې وکړي.
د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحده ایالاتو ویلي د ولسمشر په توګه د سخت دریځه ملا ابراهیم رئیسي له ټاکل کېدو سره سره به خبرو ته دوام ورکړي.
ښاغلي رئیسي په تېر کې د شوي اتومي تړون ملاتړ کړی و.
د دې تړون له مخې د بندیزونو د لرې کولو په بدل کې ایران منلې چې خپل اټومي فعالیتونه به کم کړي.
په دې تړون کې اروپايي ټولنه، روسیه، چین، فرانسه، جرمني او برتانیا شامل دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته