د ټرمپ د استيضاح محاکمه له ناندریو سره پیل شوه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پر ولسمشر ټرمپ د لګېدلو تورونو د سپیناوي لپاره په مشرانو جرګه یا سنا کې د غونډو لړۍ پيل شوې.

د امریکا کانګرس کې ډیموکراټان دې هڅه کې پاتې راغلل، چې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح محاکمې په لومړۍ ورځ نور سندونه برابر کړي.

دوی هڅه کوله چې سپیه ماڼۍ چې له اوکراین سره د ټرمپ د اړیکو په هکله نور سندونه تیار کړي.

همدا وجه وه چې مشرانو جرګه کې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح محاکمه د مقرراتو په هکله د جمهوريپالو او ډیموکراټانو له ناندریو سره پیل شوه.

مشرانو جرګه- چې ډېری غړي یې جمهوریپال دي- مشر یې میچ مکانل د داسې مقرراتو غوښتنه کوله چې د حساسو شاهدانو حاضرول یا د اسنادو غوښتلو مخه ډب کوي.

خو ډیموکراټان وايي، دا هڅه د ولسمشر ټرمپ پر تېروتنو له پردې اچولو پرته بل څه نه دي.

له دې بهیر پیلېدو مخکې د استیضاح په محاکمه کې مشر څارنوال او د کانگرېس ډېموکراټ غړي اډم شیف ویلي قاطع دلایل شته چې ښیي ښاغلى ټرمپ د ولسمشرۍ له واکونو ناوړه ګټه پورته کړې ده.

ښاغلي شیف په سنا جرګه کې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح بهیر له پيله وړاندې خبریالانو ته وینا کې ادعا وکړه، په دغه جرگه کې چې جمهوريپال اکثریت لري او د عیني شاهدانو راغوښتلو ته یې لیوالتیا نه لري د دې خطر دى چې عادلانه محاکمه ونه شي.

پر ولسمشر ټرمپ د لګېدلو تورونو د سپیناوي لپاره په مشرانو جرګه یا سنا کې د غونډو لړۍ پيل شوې.

دا غونډې به هره ورځ شپږ ساعته او شپږ ورځې دوام وکړي.

د امریکا د سترې محکمې ریيس به د دې غونډو مشري کوي.

پر ټرمپ لګېدلي تورونه

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، مچ مکانل(په منځ کې) چې د سنا مشر دی نه غواړي چې شاهدان شاهدي ووايي.

ډونلډ ټرمپ تورن دی چې د اوکراین له حکومته یې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د مرستې تر لاسه کولو هڅه کړې ده.

د دې تور جزيياتو کې ویل شوي چې ښاغلي ټرمپ له خپل اوکرایني سیال ویلادیمیر زلېنسکي سره په ټيلفوني خبرو کې ګواښ کړی که اوکرایین د ده د سیال جو بایډن د زوی "هنټربایډن" په اړه پلټنې ونه کړي نو له دغه هېواد سره کېدونکې مرستې به وځنډوي.

هنټر بایډن د انرژۍ له اوکرایني شرکت "بوریسما" سره کار کاوه.

بل تور دا دی چې ښاغلي ټرمپ کانګرس ته د شاهدۍ ورکولو په مخنیوي سره د پارلمان د کار مخنیوی کړی. خو ټرمپ دا تورونه ردوي.

د دې تورونو په دفاع کې د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلانو ویلي "دا تورونه د قناعت وړ نه دي او خطرناک دي".

د دوی له نظره پر ټرمپ پورې شوي تورونه جنایت نه بلل کیږي او داسې سرغړونه نه ده چې له مخې یې ولسمشر له دندې ګوښه کړل شي.

ډیموکراټان څه وايي؟

د عکس سرچینه، DREW ANGERER/GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د استیضاح محکمه کې د ډیموکراټانو مشر ادف شېف

خو د کانګرس د غړو له خوا چې ټول دیموکراټان دي، په وړاندې شوي سند کې ولسمشر ټرمپ تورن دی چې " د ولسمشرۍ له واکونو یې ناوړه ګټه پورته کړې چې پر یوه کمزوري بهرني شریک په ټاکنو کې د ده د ګټې لپاره فشار راولي".

په دې سند کې ویل شوي " په دې کار سره - ټرمپ - زموږ ملي امنیت او ډېموکراټ نظام له ګواښ سره مخامخ کړی.

دغه راز هغه هڅه کړې چې خپلې کړنې پټې کړي او دا زموږ د جمهوریت په تاریخ کې ساری نه لري".

ایا ټرمپ له دندې ګوښه کېدای شي؟

د ټرمپ د پړ خېژولو او په پایله کې د ولسمشر په توګه له دندې ګوښه کولو لپاره د مشرانو جرګې درېیمې برخې رایو ته اړتیا ده، خو جمهوریپال ګوند- چې ټرمپ یې مشري کوي- پر مشرانو جرګې واکمن دی.

د همدې اکثریت پر بنسټ د ټرمپ پرضد د ډېرو رایو کارېدل د ډیرو له امکان لرې خبره ده.

ډیموکراټ ګوند په سنا مجلس کې یوازې ۴۷ غړي لري.