د عمرالبشیر ضد د کودتا قومندان هم استعفاء وکړه
په سودان کې د ولسمشر عمرالبشیر د لیرې کېدو په پلوۍ دفاع وزیر او د پوځي شورا مشر عوض بن عوف هم د کودتا له مشرۍ یوه ورځ وروسته استعفا کړې ده. کودتاچیانو پر واټونو خپل کودتا ته دوام ورکړی او د لنډمهالي حکومت غوښتنه کوي.
د انتقالي پوځي شورا مشر عوض بن عوف پر حکومتي تلوېزیون وینا کې وویل، پر خپل مقام یې عبدالفتاح البرهان د دغې شورا نوی مشر ټاکلی.
په ورته وخت کې سلګونه زره سودانیانو د بن عوف له استعفا وروسته د خوشحالۍ جشن کړی.
د عکس سرچینه، AFP
که څه هم سودان په دې کړکېچن وخت کې ګرځبندیز لګولی، خو د پلازمېنې خرطوم واټونو ته زرګونه کسان راوتلي دي.
د جمعې په ورځ څه پېښ شول؟
که څه هم عمرالبشیر د تېرې پنجشنبې په ورځ (اپریل ۱۱مه) د پوځ له خوا له له خپل مقامه لیرې او ونیول شو، خو لاریونیانو خرطوم کې د وسله والو ځواکونو د قومندانۍ مخې ته خپل لاریون ته دوام ورکړ.
دوی غواړي چې ملکي ادارې دې انتقالي ادارې ته وسپارلې شي.
د عکس سرچینه، AFP
د جمعې په ورځ د پوځ مشر وویل، پوځ واک ته رسېدل نه غواړي او د سودان راتلونکی به د لاریونیانو په لاس جوړېږي، خو وايي "پوځ به د سیستم او نظام ساتلو ته دوام ورکړي او د هر راز ګډوډۍ مخه به نیسي."
پوځي شورا وايي، عمر البشیر به د جرمونو نړیوالې محکمې ته د هغو تورونو له کبله ونه سپاري چې پر هغه لګول شوي او دی یې ردوي.
پوځي شورا څلور میاشتې بېړنی حالت اعلان کړی او د اساسي قانون عملي کول یې ځنډولي دي.
د عکس سرچینه، AFP
احمد عوض بن عوف چې مخکې د سودان دارفور کې د امنیتي ځواکونو قومندان و، چې په دې سیمه کې خونړي بریدونه وشول.
په سودان کې له تېرې ډیسمبر میاشتې راهیسې د بیو لوړوالي پرضد اعتراضونه پیل شوي، چې وروسته یې لمن پراخه شوه او ان ولسمشر یې له واکه لیرې کېدو ته اړ کړ.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته