محصلینو د 'توکمپال' مهاتما ګاندي مجسمه ونړوله
د عکس سرچینه، Getty Images
د ګانا پلازمېنې اکرا له يوه پوهنتونه د هند خپلواکۍ مشهور مبارز مهاتما ګاندي یوه مجسمه نړول شوې ده.
په ۲۰۱۶ کال کې د دغه پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو د دغې مجسمې لرې کولو کمپاین له هغه لږ وروسته پیل کړ، چې د هند پخواني ولسمشر پرناب مکرجي د دغې مجسمې پرانیسته وکړه.
کمپاین کوونکو ادعا کوله چې ګاندهي (توکمپال) و او افریقايي اتلانو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.
ګانا حکومت هغه مهال ویلي و، مجسمه به بل ځای کې ولګوي.
محصلینو او استادانو بي بي سي ته وویل دغه مجسمه چې د پوهنتون لیلیې سره نصب شوې وه، د چارشنبې پر ورځ لرې کړل شوه.
د عکس سرچینه، EMMANUEL DZIVENU/JOYNEWS
پوهنتون مسوولینو د مجسمې لرې کول تایید کړي او په وینا یې د بهرنیو چارو وزارت او سیمه ییز ادغام د دغې چارې مسوولیت لري.
د قانون یوه محصل نانا ادوما اساري ادي بي بي سي ته وویل: د هغه مجسمې اېښودلو مانا دا ده چې موږ هم هغه څه کوو چې ده کول او که دی رښتیا هم توکمپاله و نو بیا زه فکر نه کوم دا به مناسبه وي چې موږ یې دلته پوهنتون کې مجسمه ولرو.
مهاتما ګاندهي د ۲۰ پېړۍ له خورا مشهورو شخصیتونو یو و. د هغه د شهرت یو لوی لامل پر هند د برتانوي واکمنۍ پر مهال د عدم تشدد مبارزې مشري وه.
د عکس سرچینه، EMMANUEL DZIVENU/JOYNEWS
خو کله چې د ځوانۍ پر مهال هغه په سویلي افریقا کې ژوند کاوه نو د تور پوټکو خلکو په اړه یې داسې څرګندونې کړې وې چې اوس ناندریزې بلل کېږي.
نوموړي په خپلو لیکنو کې تور پوټکي افریقایان د 'کافر ' په نامه یاد کړي چې د توکمپالنې په مانا تعبیریږي. نوموړي دغه راز ویلي چې هندیان په غیر عادي توګه تر تور پوټکو افریقایانو غوره خلک دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته