هندوستان د ذاکر نایک پاسپورټ لغوه کړ
د عکس سرچینه، facebook
د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي نړۍ د مبلغ ډاکټر ذاکر نایک پاسپورټ لغوه کړی دی. پر نوموړي له ترهګرو ډلو سره د مالي مرستو او د دغو ډلو لپاره د پیسو سپینولو تورونه دي.
د هندوستان د ترهګرۍ ضد ادارې ویاند ویلي، د ممبي د پاسپورټ ادارې د هندوستان د څېړنو د ملي ادارې په غوښتنه د ډاکټر ذاکر نایک پاسپورټ ناچله اعلان کړی دی.
پر دې سربېره د اپرېل په ۲۱مه هم محکمې د ملي څېړنو ادارې په غوښتنه د جون تر ۱۵مې محکمې ته د ډاکټر ذاکر نایک د حاضرېدلو حکم ور کړی و.
د هندوستان د ترهګرۍ ضد ادارې په خبره، د ډاکټر ذاکر نایک له خوا د محکمو د حکمونو تر بابېزه ګڼلو وروسته یې د هندوستان د بهرنیو چارو له وزارته د نوموړي د پاسپورټ د ناچله کولو غوښتنه کړې ده.
۵۱ کلن ذاکر نایک دمګړۍ له هندوستان بهر دی، خو پر نوموړي له ترهګرو ډلو سره د مالي مرستو او د پیسو سپینولو تورونه پر خپل ځای دی.
نوموړي د تېر کال د جولای پر لومړۍ له هندوستانه بهر تللی دی.
امنیتي ادارو تر هغه وروسته د ډاکټر ذاکر نایک په اړه پلټنې پیل کړې چې د تېر کال په جولای کې د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې پر یوه خوړنځي ډله ییز ترهګریز برید وشو.
په برید کې ښکېلو کسانو ادعا وکړه چې د اسلامي نړۍ د ستر مبلغ ډاکټر ذاکر نایک له تقریرونو اغېزمن شوي وو.
ښاغلي نایک د روان کال په جنورۍ کې خپل پاسپورټ د لسو کلونو لپاره تمدید کړی دی.
د پيټيای د راپور پر بنسټ، پر نوموړي د خپلو تقریرونو له لارې د نفرت خپرولو، د ترهګرو د مالي ملاتړ او پیسو وینځنې تورونه دي، خو ښاغلي نایک له هندي رسنیو سره په خبرو کې ځلونه یاد تورونه رد کړي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته