نشه پیلوټ ته اته میاشتې بند
د عکس سرچینه، Mark King/Sunwing Airlines
د کاناډ اړوندې یوې الوتکې کې یو پیلوټ له الوتنې وړاندې د پیلوټ خونه کې نشه موندل شوی و، په اتو کلونو بند محکوم شوی دی.
۳۷ کلن میروسلاو ګرونیچ د سلواکیا اوسېدونکی دی، چې د مارچ پر ۲۱مه یې د یوې الوتکې د کنټرول له لاسه ورکولو ناغیړي منلې ده.
نوموړی د نوي کال پر لومړۍ شپه داسې مهال ونیول شو، چې د ''سن وېنګ'' هوايي چلند اړوند شرکت الوتکې د پیلوټ خونه کې د مستۍ په حال کې وموندل شو.
د هغه په وینه کې د جواز له کچې درې برابره ډېر شراب روا بلل شوي وو.
په البرټا کې یوه ان براون د دوشنبې په ورځ ښاغلی ګرونیچ د بند مودې له پای ته رسېدا وروسته تر یوه کال پورې له الوتنو منع کړی دی.
نوموړی ۱۰۰ کاناډايي ډالر جریمه شوی هم دی.
کله چې نوموړی د نوي کال په لومړۍ ورځ په کالګاري کې الوتکې ته وخوت، د خپل کوټ ځوړندولو پرمهال ګډې وډې خبرې کولې.
په تېره مارچ میاشت کې محکمه کې د لوستل شوې ویناپاڼې پربنسټ، مرستیال پیلوټ ویلي وو، چې ښاغلی ګرونیچ الوتکه پرېښوده او د پیلوټ پر څوکۍ کښېناست او ظاهراً یې "خپل مخ پر کړکۍ تکیه کړ".
وروسته په هوټل کې د هغه په خونه کې د وډکا یو تش بوتل وموندل شو.
ددغه پیلوټ الوتکه یوه بل پیلوټ له کالګاري نه د مکسیکو کانکون ته بېولې ده.
په یاده الوتنه کې ۱۰۰ مسافر وو.
سن وېنګ شرکت په دې تړاو له څرګندونو ډډه کړې ده.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته