ټرمپ د خپلې لانجمنې خیریه مؤسسې تړلو ژمنه کړې
د عکس سرچینه، AP
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، خپله لانجمنه خیریه مؤسسه به وتړي، خو وايي د مؤسسې د ځینو احتمالي سرغړونو په اړه به څېړنه جاري وساتي.
نوموړي ویلي، هیله یې دا ده چې دغه کار به له "هېڅ راز ګټو سره په ټکر کې نه وي".
د نیویارک ښار څارنوال د ټرمپ په مؤسسه کې د ځینو مشکونو "سرغړونو" پر څېړلو بوخت دی. خو ټرمپ وايي مؤسسې یې هېڅ ډول سرغړونه نه ده کړې.
د لوی څارنوال دفتر ویلي منتخب ولسمشر ته نه ښايي چې د څېړنو په جریان کې خپله خیریه وتړي.
ټرمپ د شنبې په ورځ وویل "مؤسسې د تېرو کلونو په درشل کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت ډېر لوی او ښه کارونه کړي او له مستحقو خلکو سره یې همکاري کړې ده، د ښو کارونو یوه بېلګه یې د مخکېنیو جنګېدونکو ځواکونو ملاتړ دی."
په پام کې ده چې د راتلونکې جنورۍ میاشتې پر ۲۰مه ډونلډ ټرمپ د امریکا د ختمېدونکي ولسمشر بارک اوباما ځای ناستی شي.
ټرمپ د امریکا ۴۵ ولسمشر دی.
دغه میلیاردر جمهوریپال د تېرې نومبر میاشتې پر اتمه د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې خپلې ډیموکراټې سیالې هیلیري کلنټن ته ماتې ورکړه.
په تېره سپټمبر میاشت کې د نیویارک څارنوال ایریک شنایدرمن وویل، دفتر یې غواړي ډاډمن شي چې د ټرمپ خیریه ټولنه "په نیویارک کې د خیریه مؤسسو له قانون سره سم فعالیتونه کوي".
ښاغلي شنایدرمن له سي ان ان خبري اژانس سره په خبرو کې هغه وخت اندېښنه ښودلې وه چې ګني د ټرمپ مؤسسه په ځینو سرغړونه کې ښکېله ده.
د امریکا خبري رسنیو وویل، د شنایدرمن دفتر له تېرې جولای میاشتې راهیسې د ټرمپ د مؤسسې د سرغړونو پر دوسیې کار کوي.
پر دغې مؤسسې تور دی چې ګني په ۲۰۱۳ کال یې د فلوریډا ایالت د جمهوریپالې لویې څارنوالې پام بونډي بنسټ ته پیسې ورکړې دي.
د عکس سرچینه، AFP
ویل شوي چې دغه بنسټ ته له ۲۵۰۰۰ ورکړل شويو ډالرو سره هم مهاله، د اغلې بونډي دفتر زړه نازړه وه چې ایا د ټرمپ پوهنتون د درغلۍ په اړه څېړنه پیل کړي او که نه.
د درغلیو څېړنه وروسته هېڅ پیل نه شوه، خو وروسته اغلې بونډي دا رد کړه چې ګني پیسې یې ترلاسه کړې دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته