هانګ کانګ کې ۳۸ کلن جیا جیا پانډا ژوپڼ کې ومړ
د عکس سرچینه، AP
د هانګ کانګ د ژوبڼ چارواکي وايي، په هېواد کې تر ټولو د ډېر عمر ښځینه پانډا په ۳۸ کلنۍ کې ومړه.
د جیا جیا په نامه دغه ښځینه پانډا چې په ژوبڼ کې ساتل کېده، د انسان د عمر پرتله یې عمر ۱۰۰ کاله ښودل شوی.
په وروستیو اونیو کې د جیا جیا روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ و او اشتها یې هم له لاسه ورکړې وه.
چارواکي وايي، په تېرو څو ورځو کې هغه تل ویده و او ډېر کم به ویښ او د خوراک او څښاک لپاره راپورته کېده.
د ژوبڼ چارواکو د جیا جیا پر مړینې خواشیني ښودلې ده.
د هانګ کانګ د دولت یوه ویاند د ژوبڼ له چارواکو مننه کړې، چې پانډا یې ښه ساتلې وه.
جیا جیا په ۱۹۷۸ د چین په سیچوان ایالت کې له ژوبڼ بهر زیږېدلې وه.
هغه په ۱۹۹۹ کال د هانګ کانګ "اوشن پارک" ژوبڼ ته ولېږدول شوه.
معمولاً پانډاګان له ژوبڼ بهر په خپله طبیعي نړۍ کې اوسېږي او تر ۲۰ کلنۍ وروسته معمولاً کابو ۲۵ کاله عمر لري.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته