تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایا کوهلي به د ټنډولکر د سلیزو رېکارډ مات کړي؟
د هند د کرېکټ وتلی ستوری سچن ټنډولکر چې کله له نړیوال کرېکټه لاس پر سر شو نو په یو ورځنیو یا پنځوس اوریزه لوبو کې یې ۴۹ سلیزې کړې وې. هغه مهال هېچا ګومان نه کاوه چې کوم بل توپوهنکی دې د ټنډولکر رېکارډ ته ورنږدې هم شي. خو اوس یو بل هندی لوبغاړی دې رېکارډ ته ډېر ور نږدې شوی.
هغه مهال پخپله له ټنډولکره پوښتنه وشوه چې د ده په اند کوم لوبغاړی به وکړای شي چې رېکارډ یې مات کړي. ټنډولکر په ځواب کې دوه لوبغاړي یاد کړل؛ ویرات کوهلي او روهېت شرما.
د ټنډولکر وړاندوینه بېځایه نه وه، ځکه چې د هند د ملي لوبډلې اوسنی کپتان او ستوری ویران کوهلي دې رېکارډ ته ډېر ور نږدې شوی دی.
کوهلي تر دې دمه په پنځوس اوریزو لوبو کې ۴۳ سلیزې کړې دي او یوازې ۷ سلیزې ورته پاتې دي چې د سچن ټنډولکر رېکارډ مات کړي.
که د هندۍ لوبډلې د راتلونکو لوبو مهالوېش وګورو نو کوهلي ښه پرېمانه فرصتونه لري چې په یو ورځنۍ لوبو کې ۵۰ سلیزې پوره کړي.
د همدې کال په دسمبر میاشت کې به هند د وېسټ کوربه وي او دواړه لوبډلې به درې پنځوس اوریزې لوبې کوي. د راتلونکي کال په جنورۍ کې به د اسټرالیا لوبډله هند ته ځي او په دې لړۍ کې به درې پنځوس اوریزې لوبې هم کېږي.
ورپسې په فبرورۍ کې د هند لوبډله نیو زیلنډ ته روانه ده او هلته به هم درې پنځوس اوریزې لوبې کېږي. او په مارچ میاشت کې د سویلي افریقا لوبډله هند ته سفر کوي او ټاکل شوې ده چې دواړه لوبډلې درې پنځوس اوریزې لوبې وکړي. دا په دې معنی ده چې هندۍ لوبډله به د څلورو میاشتو په ترڅ کې ۱۲ پنځوس اوریزې لوبې کوي.
نو که ویرات کوهلي روغ وي او په دې ټولو لوبو کې برخه هم واخلي نو د ټنډولکر رېکارډ به یا مات کړي او یا به نور هم ور نږدې شي.
کوهلي په ۲۰۱۷ کال کې په ۲۶ لوبو کې ۶ سلیزې، په ۲۰۱۸ کال کې په ۱۴ لوبو کې ۶ سلیزې او سږ کال یې تر دې دمه په ۲۲ لوبو کې ۵ سلیزې کړې دي.