ساینسپوهان وايي، د ګوزڼ یا پولیو ضد نوي او ''ډېر اغېزناک'' واکسین یې چمتو کړي
د عکس سرچینه، SAMIULLAH POPAL/EPA-EFE/REX/Shutterstock
- Author, جیمز ګالاغير
- دنده, د روغتیا او ساینس څانګې خبریال
ساینسپوهانو د ګوزڼ یا پولیو ضد داسې نوی واکسین جوړ کړی چې تر پخواني به یې اغېزمنتیا ډېره وي. دا واکسین د بریتانوي او امریکايي ساینسپوهانو لخوا جوړ شوی او وايي تمه لري د نړۍ په یوازې دوو هېوادونو، افغانستان او پاکستان کې ګوزڼ ناروغي بېخي ختمه کړي.
ساینسپوهانو نوی واکسین ته داسې خاصیت ورکړی چې د پولیو ویروس پرېنږدي لا خطرناک شي او انسان فلج کړي.
دغه واکسین چې د اوسني ګوزڼ واکسین په شان د څاڅکو په ډول تطبیقېږي، کمزوري کړای شوي پولیو مکروبونه لري، او د جینیتکي بیاجوړونې په مرسته مکروب مهار کوي او په کمزوري حالت کې یې ساتي.
ګوزڼ یا پولیو د انسان عصبي سیستم ته ځان رسوي او د فلج کېدو لامل ګرځي. له ۱۹۸۰ کلونو راپدېخوا ۹۹ سلنه ښه والی راغلی او شل میلیونه داسې خلک چې نن به فلج ول، د واکسین له برکته روغ رمټ ګرځي.
له دې پرمختګ سره یوه اندېښنه دا ده چې دغه واکسین د هغو هېوادونو ټولو سیمو ته چې په کې ماشومان په ګوزڼ اخته دي او پاتې کوچنیانو باید واکسین شي څنګه ورسول شي.
ځکه اوس یوازې افغانستان او پاکستان د نړۍ هغو هېوادونو کې دي، چې دغه ناروغي پکې شته او د ناامنۍ ترڅنګ واکسین ته زړه نه ښه کول یې مهم لاملونه بلل کېږي.
د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې او پاکستان کې هرکال د ګوزڼ ضد واکسین کمپاینون ترسره کېږي خو دا ډاډ نشته چې ټول ماشومان دې واکسین شي.
د ماشومانو ګوزڼ داسې ناروغي ده، چې درملنه نه لري او د ملګرو ملتونو روغتیا برخې یې له منځه وړلو لپاره له ۱۹۸۸ راهیسې هڅې کوي.
د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو دویم ډول لپاره د ساینسپوهانو لخوا چمتو شوي واکسین ته په بېړنیز وضعیت کې د لاسرسي امکانات چمتو کړل.
له هغه راهیسې دا واکسین ۶۵۰ میلیونه ځله کارول شوي دي. اوس بیا په طبیعت نومي ژورنال کې ساینسپوهانو د لومړي او درېیم ډول پولیو لپاره د ثبات لرونکي واکسین تفصیل بیان کړی.
د نوي واکسین، چې د ارتقا له پړاوه تېر شوی، لومړنۍ انساني تجربه ترسره شوې او څېړونکي وايي، ترلاسه شويو معلوماتو ته چې لا هم ارزول کېږي، ډېرې هیلې راټوکېدلې.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته