پېغلې وروستیو سلګیو کې د خپل قاتل نوم واخیست
د عکس سرچینه، BASIT GILLANI
خیبر پښتونخوا ایالت چارواکي وايي، له هغو دوو کسانو یې یو نیولی، چې د کوهاټ سیمې یوې پېغلې وژلو قضیه کې مشکوک بلل کېږي. د کوهاټ پولیسو مشر عباس مجید مروت بي بي سي ته وویل، وژل شوې پېغله عاصمه رانۍ د ایبټ اباد ایوب طبي پوهنځي کې د دریم کال محصله وه او د وژنې لړ کې یې یو مشکوک اوس نیول شوی دی.
پولیس وايي نیول شوی سړی د رانۍ وژونکي ورورو دی او د دغې نجلۍ وژنه کې یې له هغه سره مرسته کړې. پولیس دغه راز ویلي قاتل مجاهد اپریدی سعودي عربستان ته تښتېدلی او دوی یې د نیولو لپاره له نړیوال پولیس 'انټرپول ' سره اړیکي نیسي.
عاصمه رانۍ د یکشنبې پر ورځ له کوره بهر وتله، چې ووژل شوه.
د وژل شوې نجلۍ ورور عرفان پولیسو ته خپله عریضه کې ویلي، وژونکي غوښتل د ده له خور سره واده وکړي، خو هغه له مخکې یو واده کړی و او له همدې کبله دوی انکار وکړ.
د پولیس سرچینې په وینا تورن کس د نجلۍ له وژلو سملاسي وروسته د اسلام اباد له لارې سعودي عربستان ته تښتېدلی دی.
وژل شوې نجلۍ له مړینې مخکې یوه ویډیويي کلیپ کې د خپل قاتل نوم اخلي او دغه ویډیويي کلیپ پر خواله رسنیو هم لاس پر لاس شوی دی.
د عکس سرچینه، AFP
خیبر پښتونخوا کې له تېرې څه مودې راهیسې له نجونو سره د زور زیاتي پېښې ډېرې شوې دي او ویل کېږي ډېری پېښو کې تورن کسان نه دي نیول شوي، چې له کبله یې د پولیسو فعالیت په تړاو هم پوښتنې راپورته کېږي.
نژدې دوې اونۍ مخکې مردان سیمه کې پر څلور کلنې نجلۍ جنسي تېری شوی و او لوړ پوړو چارواکو یې هم په تړاو غبرګونونه څرګند کړل، خو ویل کېږي تورن کس یا کسان تر اوسه نه دي نیول شوي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته