زرڅانګه د خپلو ګاونډیانو په برید کې ټپي شوې
د عکس سرچینه، FB
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پښتو خوږ غږې سندرغاړې زرڅانګه د خپلې کورنۍ له ۷ غړیو سره یو ځای د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د چم ګاونډ خلکو له خوا په تر سره شوي برید کې ټپي شوې چې دمګړۍ د نوښار په دولتي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د اغلې زرڅانګې زوی ښاغلي هجر له بي بي سي پښتو پاڼې سره په خبرو کې وویل، د دوی د کورنۍ پرغړیو د شنبې په ورځ هغه مهال ګاونډيانو برید وکړ، چې کډه یې له سواته د نوښار پيرپای کلي ته ورسېده: " زموږ ګاونډیانو زموږ د کور د نیولو هڅه وکړه ځکه چې نه یې غوښتل موږ هلته و اوسېږو. "
د نوموړي په خبره، دوی وتوانېدل پخپل کور کې واړوي، خو د مور زرڅانګې په ګډون یې د کورنۍ اته غړي د ګاونډیانو له خوا ټپیان شوي چې اوس په روغتون کې بستر دي.
خو مخالفې ډلې او ازادو سرچینو لاهم بي بي سي ته د ښاغلي هجر د خبرو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.
پر خواله رسنیو ځينې ویډيوګانې خپرې شوي، چې اغلې زرڅانګه د کورنۍ له نورو غړیو سره د نوښار په یوه دولتي روغتون کې بستر ده او پر څېره او ښي لاس يې ټپونه ښکاري.
د عکس سرچینه، FB/ MubeenAnsari
اغلې زرڅانګې له ځايي رسنیو سره په خبرو کې د پاکستان له واکمنو خفه ښکاري او ددې پوښتنې په ځواب کې چې باید د پاکستان واکمن او پولیس اوس څه ورسره وکړي؟ بس دومره وايي: پاکستانه، هی توبه!.
د نوښار د ازاخېل پولیسو تاڼې چارواکي وايي، د سندرغاړې زرڅانګې له زامنو يې ټول معلومات ترلاسه کړي او د پېښې په تړاو يې پلټنې پېل کړې، خو تر اوسه یې لا د چا د نیولو خبره یې نه ده کړې.
په پښتونخوا کې ډېری سندرغاړي اکثره وخت له حکومته ګیله من وي، چې د دوی په خبره نه ټولنې او نه هم دولت نازولي دي.
یو شمېر پښتانه سندرغاړي په بوډاتوب کې له کړاوه ډک ژوند تېرولو ته مجبور وي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته