✍🏻 📖 هممهاله، د نجونو او هلکانو لپاره زرګونه دیني مدرسې روانې دي او ورځ تر بلې پراخېږي.
✍🏻 📖 سره له دې چې کورني او نړیوال فشارونه موجود دي، طالبانو تر اوسه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو لپاره کوم مشخص وخت نه دی اعلان کړی.
✍🏻 📖 طالبان وايي افغان ولس دې د منځني ښوونځیو بېرته پرانیستو لپاره تر ثاني امر صبر وکړي، خو له څه باندې ۱۸۰۰ ورځو تېرېدو وروسته د ثاني امر درک نه شته. خو ولې؟.
د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو
ځینو مېرمنو له بي بي سي سره په خبرو کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې د دوی د
لوڼو او خویندو پر مخ دې د ښوونځي دروازې خلاصې کړي.
دوی وایي، که نجونې تعلیم و نه
کړي نو افغانستان کې به هېڅ وخت ثبات رانه شي.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې واک ته له رسېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته د ښوونځي نجونې له زدکړو راوګرځولې او بیا یې نجونې پوهنتون ته له تګ هم محرومې کړې.
سږ د ۱۴۰۵ هجري شمسي ښوونیز کال له پیلېدو سره به ګڼ هلکان ښوونځيو ته روان وي، خو له شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم په کور ناستې دي او د درس د دوام حق نه لري.
له کونړه د ښوونځي یوه زدکوونکې چې څلور کاله کېږي له زدکړو بې برخې شوې وايي، له دې ټولو ناکراریو سره لا هم هیله لري چې د ښوونځي دروازې به یې پر مخ پرانیستل شي.
د بخښنې نړیوال سازمان
په یوه اعلامیه کې د طالبانو له حکومته
وغوښتل چې ډاډ ترلاسه کړي نجونې
په خوندي ډول بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته ستنېدای شي.
بخښنې
نړیوال سازمان د افغان نجونو د زدکړو د
دوامداره محرومیت په اړه جدي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د نوي تعلیمي کال له پیل
سره له شپږم ټولګي پورته نجونې او د پوهنتون محصلانې لا هم له ښوونځیو او لوړو زدکړو بې برخې دي.
د دې سازمان د جنوبي اسیا څانګې ټینګار کړی
چې افغان نجونې له څلورو کلونو ډېر وخت
راهیسې له رسمي زدکړو بې برخې ساتل شوې دي، چې دې کار د یوه
بشپړه ځوان نسل لپاره مهم تعلیمي فرصتونه له منځه
وړي دي.
په
اعلامیه کې یو ځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتنه شوې چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته د
نجونو د بېرته ستنېدو لپاره په خوندي توګه زمینه برابره کړي.
بخښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د نجونو
پر زدکړو دوامداره محدودیتونه به د هېواد پر پرمختګ او د ځوان نسل پر راتلونکې
جدي او اوږدمهاله منفي اغېزې ولري.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده