سور سمندر کې کړکېچ؛ امریکا او بریتانیا حوثیان پر پوځي ګام ګواښلي
د عکس سرچینه، UK MINISTRY OF DEFENCE
د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا سره سمندر کې پر بېړیو د یوه ستر برید له دفع کولو وروسته ویلي، ښايي په یمن کې د حوثيانو خلاف پوځي ګامونه پورته کړي.
د رپوټونو له مخې د امریکا او بریتانیا جنګي بېړیو سېشنبه د سور سمندر د پاسه د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثیانو ۲۱ بېپیلوټه الوتکې او توغندي شنډ کړي دي.
حوثيان وايي تر هغې چې اسرائیلو غزې تړانګې ته د بشري مرستو لېږدېدو ته بشپړه اجازه نه وي ورکړې، په سور سمندر کې به د اسرائیل پر لورو په تلونکو بېړیو بریدونه ته دوام ورکړي.
خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا تېره شپه د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره په سملاسي توګه د حوثیانو د بریدونو د درېدو غوښتنه وکړه.
دا پریکړه لیک د امریکا او جاپان لخوا برابر شوی او اصلي بند یې وايي، د امنیت شورا غړي د نړیوالو قوانینو له مخې دا حق لري چې "د بریدونو پر وړاندې د خپلو بېړیو دفاع وکړي."
دوی ویلي، دغه راز بریدونه د بېړیو د ازاد تګ راتګ حقونه کمزورې کوي.
په پریکړه لیک کې دا هم راغلي، چې دغه بریدونه نړیواله سوداګري او سیمه ییز امنیت له ستونزو سره مخامخوي.
خو د 'یمن د انقلاب کمېټې' مشر محمد علي الحوثي بیا دا پریکړهلیک "سیاسي لوبه" بللې او ویلي یې دي چې پخپله امریکا نړیوال قوانین نقضوي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له پنځلسو غړو یوولسو دغه پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه، خو روسیې، چین، موزمبیک او الجزایر ممتنع رایه وکاروله.
تر دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو او څو نورو هېوادونو سره سمندر کې پر بېړیو د حوثیانو بریدونو د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی وو.
د بریتانیا دفاع وزیر ګرانټ شاپس پر یمن د احتمالي بریدونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل "موږ د وضعیت د څارلو په حال کې یو."
د عکس سرچینه، REUTERS
د بېړۍ چلولو یوه نړیوال بنسټ ویلي، چې دمګړۍ د نړۍ شل سنله کانتینیري بېړۍ له سور سمندر ډډه کوي او پر ځای یې د افریقا یوه ډېره اوږده لار کاروي.
حوثیانو ویلي سېشنبه یې سره سمندر کې یوه امریکايي بېړۍ په نښه کړه چې د اسرائیل ملاتړ ته روانه وه.
دا د تېر کال د نومبر له ۱۹مې راوروسته سور سمندر کې پر سوداګریزو بېړیو شپږوېشتم برید و.
د امریکا سمندري ځواکونو ویلي چې حوثیانو په دغه برید کې ۱۸ ډرونونه او درې توغندي کارولي وو چې د امریکا او بریتانیا د جنګي بېړیو لخوا وویشتل شول.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر چارشنبه د دا ډول چلند د ناوړه پایلو خبرداری ورکړ.
د بریتانیا دفاع وزیر ګرانټ شاپس بیا وویل، په دې کې هېڅ شک نه ویني، چې په سور سمندر کې پر بېړیو د حوثیانو د بریدونو تر شا دې ایران ولاړ وي.
د عکس سرچینه، PA MEDIA
لوېدیځو هېوادونو که څه هم تر اوسه په زغرده د یمن شمال لوېدیځ کې د حوثیانو پر اهدافو د ځوابي بریدونو په اړه له څه ویلو ډډه کړې، خو د بریتانیا دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې که بریدونه دوام کوي، نو د پایلو پړه به یې د حوثیانو پر غاړه وي.
هغه زیاته کړې چې "موږ به د بېګناه خلکو د ژوند او نړیوال اقتصاد ساتنې لپاره اړین ګامونه پورته کړو."
ایران د یمن شعیه حوثي ملېشې سره ملاتړ کوي او دا ډله په تهران کې رسمي استازی لري.
خو په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي امنیت شورا ته په یوه لیک کې لیکلي چې هېواد یې سور سمندر کې پر بېړیو ترسره شویو بریدونو کې هېڅ نقش نه لري.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته