په امریکا کې یو سړي د خپلو ۷ اولادونو په ګډون ۸ ماشومان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, ګرېس الیزا ګوډوېن
    • Author, ټوبي من
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د امریکا د لوزیانا ایالت په شریوپورټ ښار کې یوه پلار خپل اووه اولادونه او یو پردی ماشوم وژلی دی. پولیسو ویلي چې دا پېښه د "کورنۍ شخړې/تاوتریخوالي" په پایله کې رامنځ‌ته شوې ده.

په امریکا کې د بي‌بي‌سي همکارې رسنۍ (سي‌بي‌اېس) د وژل شوو ماشومانو عمرونه له یوه تر ۱۴ کلونو یاد کړي دي.

پولیسو ویلي چې دا پېښه پرون یکشنبه سهار ځايي وخت شاوخوا پنځه بجې شوې ده.

د شریوپورټ د پولیسو ویاند کرېس بورډیلن په وینا، پولیس سهار شپږو بجو نه مخکې د پېښې ځای/کور ته ورغلل او هلته یې ولیدل چې، "په دې قضیه کې ټول وژل شوي کسان کوچنیان دي".

پولیسو ویلي چې بریدګر په یوه غلا شوي موټر کې په تېښته و خو په یوه بله سیمه (بوسییار پارېش) کې یې راګېر کړ او د تعقیب پرمهال یې ډزې پرې وکړې چې وروسته مړ اعلان شو.

د ښاغلي بورډیلن په وینا، دغه سړي ټولټال لس کسان ویشتي دي.

په پېښه کې د دوو ژوبلېدلو ښځو روغتیايي حالت نازک بلل شوی چې یوه یې د وژل شوو ماشومانو مور ده.

بي‌بي‌سي ته د شریوپورټ د ښاروال د اړیکو مشرې لي‌اېن ایونسکي ویلي چې بریدګر د شامار ایلکېنز په نوم پېژندل شوی دی.

پولیسو ویلي چې دغه سړي لومړی په کوڅه کې یوه ښځه وویشتله او وروسته څېرمه یوه کور ته ننوت او هلته یې اته ماشومان ووژل چې له ډلې یې "یوه له ده سره د خپلوۍ کومه اړیکه نه لرله".

د پولیسو په وینا، د ماشومانو له ډلې یې یو په تېښته بریالی شوی و او له نږدې کوره یې پولیسو ته زنګ وهلی و.

د شریوپورټ پولیسو ویاند کرېس بورډيلن ویلي چې بریدګر یوازې و او په خبره یې، یو نهم ماشوم هم د پېښې پر مهال هلته و خو له چته یې ټوپ کړی و چې اوس په روغتون کې بستر دی.

"د طلاق پر سر شخړه"

د عکس تشریح، د بریدګر د ښځې یوې خپلوانې اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې وه دا ښځه او مېړه د دوشنبې په ورځ د طلاق اخیستلو لپاره محکمې ته حاضر شي.

چارواکو تر اوسه د دغه برید د انګېزې په اړه څه نه دي ویلي خو د پېښې د قرباني شوو کسانو کورنۍ امریکايي رسنیو ته ویلي چې د دغه سړي ښځې غوښتل چې له هغه جلا شي او طلاق ترې واخلي.

د بریدګر شامار ایلکېنز اوښي ټرای براوون واشنګټن پوسټ ته ویلي چې شامار د ښځې د طلاق اخیستنې پرېکړې قهرولی و او په وینا یې، "د طلاق پر سر چې اول وار د دواړو ترمنځ جنجال راپورته شو نو دومره غصه و چې تا به ویل عصاب یې بایللي دي".

د هغه د ښځې خپلوانې کرېسټل براوون اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې ټاکل شوې وه دا ښځه او مېړه د دوشنبې په ورځ د طلاق اخیستلو لپاره محکمې ته حاضر شي.

د (جي‌وي‌اې) په نوم د ټوپک‌ یا ډزو پرمټ د رامنځ‌ته شوو پېښو څارلو یو بنسټ وايي چې دا د ۲۰۲۴ کال له جنورۍ میاشتې راهیسې په امریکا کې تر ټولو مرګونې ډله‌ييزه وژنه وه. هغه مهال د امریکا د ایلینوې ایالت په جوليېټ ښار کې په یوه پېښه کې اته تنه وژل شوي وو.

دا بنسټ هغه پېښه ډله‌ييزه وژنه بولي چې تر بریدګر پرته پکې لږترلږه څلور کسان په ډزو ووژل شي.

د ښاري شورا غړي ګرېسن بوچر ویلي چې په شریوپورټ ښار کې تر ۳۰ سلنه زیات جرمونه او وژنې په کورنیو شخړو او تاوتریخوالي پورې تړلې دي او په وینا یې، "اوس دا شمېر لا نور هم لوړ شوی دی".

د شريوپورټ ښاروال ټام ارکینو دا په دغه ښار کې "تر ټولو بده غمیزه" بللې ده او د قربانیانو له کورنیو سره یې غمشریکي کړې ده.