د پاکستان فدرالي حکومت د ناقانونه بهرنیو وګړو د ايستلو پرېکړه کړې
د عکس سرچینه، Reuters
د پاکستان فدرالي حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو ناقانونه بهرنیو وګړو د ايستلو پرېکړه کړې ده. د رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان فدرالي حکومت ځايي ادارو، پولیسو، زندانونو او نورو اړوند چارواکو ته د ناقانونه بهرنیو وګړو په تړاو لارښوونې کړې دي.
په پاکستان کې ګڼ شمېر افغان کډوال مېشت دي چې ډېر یې په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني نه لري یا یې د اسنادو د اعتبار موده پای ته رسېدلې ده.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د لارښوونو له مخې، د بهرنیانو د قانون ( ۱۴ ب) برخه به د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره وکارول شي چې محاکمه یې روانه وي یا یې په دغه هېواد کې د بند موده تېره کړې وي.
د راپورونو له مخې، په دې کې یوازې په کوچنیو جرمونو کې ښکېل افغانان شامل دي او هغوی په کې نه راځي چې په دغه هېواد کې د قتل، انسان تښتونې او نورو درندو جرمونو کې ښکېل ګڼل شوي دي.
د پياوار کارتونو د اعتبار موده ختمه ده
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په وینا، د (پياوار) کارتونو د اعتبار موده د تېرې جون میاشتې په ۳۰مه ڼېټه پای ته رسېدلې او دمګړۍ په پاکستان کې د دغو کارت لرونکو افغان کډوالو اوسېدل قانوني نه دي.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، په دغه هېواد کې مېشت ناقانونه بهرني وګړي به ونیسي او له هېواده به یې وباسي.
د 'يو اېن اېچ سي ار' د ۲۰۲۴ کال شمېرو له مخې، پاکستان کې د نږدې دوه اعشاریه دوه ميليونه مېشتو اسناد لرونکو افغان کډوالو له دې ډلې ۱.۳ ميليونه "پي او ار" او پاتې نږدې ۹۰۰ زره "اې سي سي" کارتونه لري.
د یادولو وړ ده چې د د پاکستان د ریاستي او سرحدي چارو وزارت تېره میاشت د کورنیو چارو وزارت ته یو لیک لیکلی و چې په کې ویل شوي وو، له فدرالي حکومت څخه د (پياوار) کارت لرونکو افغان کډوالو د اوسېدو مودې غځولو غوښتنه شوې، نو د دغو کارتونو لرونکي افغانان باید ونه ځورول شي، خو د پاکستان فدرالي حکومت تر اوسه د یاد لیک ځواب نه دی ور کړی.
پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د اېستلو کمپاین پیل کړی چې په ترڅ کې یې له یو میلیون ډېر افغان کډوال افغانستان ته اړول شوي دي.
په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول کابل ته د لوړپوړو پاکستاني چارواکو په ور تګ او اسلام اباد ته د طالبانو د حکومت د لوړپوړو چارواکو په دعوتولو سره داسې انګېرل کېده چې ظاهرا د کابل او اسلام اباد اړیکې د ښه کېدو خواته روانې دي او ښايي له امله یې په ځانګړي ډول له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اخراج کمپاین کې نرمښت راشي، خو د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان له وروستي دریځه ښکاري چې د افغان کډوالو په تړاو تګلارې یې بدلون نه دی کړی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تېره اونۍ بي بي سي ته وویل چې یوازې په چنګاښ میاشت کې له پاکستان څخه ۲۴ زره افغان کډوال افغانستان ته اوښتي دي.
د ایران او پاکستان ورته چلند
د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان بل ګاونډي ایران هم په دا وروستیو کې له خپلې خاورې په جبري ډول د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ پیل کړې ده.
ایران د تېرې مې میاشتې په پای کې اعلان وکړ چې بې اسنادو افغانان باید د جولای تر شپږمې له دې هېواده ووځي.
هره ورځ سلګونه کورنۍ په سخته ګرمۍ کې له ایران څخه افغانستان ته ستنېږي. د افغان کډوالو جبري اېستل او له هغوی سره د بد چلند او ځورونې ادعاوې له پراخو نیوکو سره مخامخ شوې دي.
د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په وینا، یوازې په چنګاښ (سرطان) میاشت کې ایران شاوخوا ۹۵۰ زره افغان کډوال افغانستان ته اړولي دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني بيبيسي ته وویل، په همدې موده کې له ترکیې څخه هم نږدې ۱۰۰۰ افغان کډوال افغانستان ته لېږدول شوي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته