تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یخ وهلي ایګوانا چې ساړه خوب ته تللي
یخ وهلي ایګوانا چې ساړه خوب ته تللي
د امریکا په فلوریډا کې د سړې هوا څپې زرګونه ایګوانا، چې هره خوا له ونو راغورځي، له حرکته ایستلي دي.
ایګوانا د څرمښکیو له کورنۍ او داسې خوځندې دي، چې بدن یې د هوا له سړېدو سره د هایپوتېرمیک خوب حالت ته ځي، خو چې هوا توده شي، بېرته په حرکت راځي.
د ځنګلي ژویو یوې ادارې له ځايي خلکو غوښتي چې که دغه بېهوښه ژوي مومي، نو دوی ته دې یې وسپاري.