یوه افغان په اندونیزیا کې د کډوالو کمپ کې ځان وژلی
د رپوټونو له مخې یوه ۲۸ کلن افغان کډوال د اندونیزیا د ریایو ټاپو په "تانجونګ پینانګ" ښار کې د کډوالو یوه پنډغالي کې ځان وژلی دی.
د دغه هلک نوم 'عقیل علي' ښودل شوی او ویل کېږي په استرالیا کې یې د پنا اخیستلو غوښتنې د منل کېدو په تمه شاوخوا لس کاله په اندونیزیا کې تېر کړي دي.
د ښاغلي علي یوه ملګري حسین عزیزي چې دی هم په د کډوالو په همدغه پنډغالي کې اوسي، بيبيسي ته ویلي چې دا پېښه د تېرې یکشنبې (د اکتوبر ۲۲مې) پر شپه شوې.
دی زیاتوي چې د عقیل مړی د کډوالو دغه پنډغالي کې د سپورت میدان ته نږدې موندل شوی دی.
ښاغلي عزیزي وايي د عقیل د جنازې مراسم په همدغه ښار کې ترسره شول، خو کاکا او نور خپلوان یې له استرالیا ورغلي او غواړي مړی یې د تدفین لپاره هلته ولېږدوي.
بيبيسي ته په استول شویو تصویرونو کې ښکاري چې ظاهرآ لسګونه افغان کډوالو د عقیل علي د جنازې لېږدونکی امبولانس بدرګه کوي.
د حسین عزیزي په وینا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په دغه پنډغالي کې شاوخوا '۲۹۰ افغان پناه غوښتونکي' اوسي او ډېر یې له کلونو راهیسې دې ته انتظار باسي چې په نورو هېوادونو کې یې د کډوالۍ غوښتنه ومنل شي.
اندونیزیا کې مېشتو افغان کډوالو مخکې هم په وار وار د دوی وضعیت ته د کوربه هېواد د حکومت، دریمو هېوادونو او ملګرو ملتونو له نه پاملرنې شکایتونه کړي وو.
ښاغلي عزیزي وايي، په تېرو څو کلونو اندونیزیا کې ۱۸ افغان پناه غوښتونکو د ناوړه وضعیت، ستونزو او اوږده موده د بې برخلیکه پاتېدو له کبله ځانونه وژلي دي.
بيبيسي د ۲۰۲۱ کال اپرېل کې تر هغې د ور وړاندې دریو کلونو په اوږدو کې په اندونیزیا کې د ۱۳ افغان کډوالو د ځان وژنې په اړه مفصل رپوټ ورکړی و.
د یادونې ده چې اندونیزیا د کډوالۍ کنوانسیون نه دی لاسلیک کړی او پناه غوښتونکو ته په خپله خاوره کې د دایمي اوسېدو اسناد نه ورکوي.
افغان کډوال وايي، چې د اندونیزیا حکومت ورته د کار او فعالیت اجازه هم نه ورکوي.
که د ځان وژنې فکر درلوېږي، نو د مرستې لپاره افغانستان کې ۱۱۹، ایران کې ۱۲۳، بریتانیا کې ۱۱۶۱۲۳ او په امریکا او کاناډا کې ۹۱۱ شمېرو ته زنګ وهلی شئ
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته