د امریکا او ایران دویم پړاو خبرې: اسلام اباد کې په پراخه کچه امنیتي تدابیر نیول شوي
د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید کړې ده چې ایران سره خبرو لپاره به امریکايي پلاوی سبا(دوشنبه) اسلام اباد ته رسیږي. تردې دمه په دې اړه ایران څه نه دي ویلي خو د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې په دې اړه تیارۍ روانې دي.
دا د ایران او امریکا تر منځ د دویم پړاو خبرو پیل په موخه تر ټولو د لوړې کچې رسمي پخلی دی.
د نورخان هوايي ډګر سره نزدې د اوسېدو سیمه کې د ګرځبندېز په څېر حالت دی او لارو کوڅو کې د پام وړ شمېر پولیس لیدل کېږي.
خلکو ته د تګ راتګ کمولو سپارښتنه شوې، او هلته موجود مارکیټونه تړل کېږي.
د عکس سرچینه، Getty Images
امنیتي تیاریو کې زیاتوالی
اسلام اباد ته په ټولو تلونکو لارو پولیس دریدلي او د لا ښه امنیت په موخه ځای ځای پوځیان ځای پر ځای شوي دي.
د اسلام اباد د پولیسو ویاند ویلي دي چې ښار کې د د ګډو امنیتي ځواکونو د لټون عملیات روان دي. اخوا د اسلام اباد نړیوال اسلامي پوهنتون اعلان کړی دی. چې د اپریل له ۲۰ مې تر ۲۴مې ټول درسونه به په ان لاین بڼه کېږي.
د جمعې په ورځ د لټون پرمهال ۲۰ افغان کدوال، ۵۶ مشکوک کسان، دوه موټرې او ۴۷ موټرسایکلې نورې پلټنې لپاره توقیف خونو ته استول شوي دي. دغه رار پولیسو څو کسان چې ناقانونه وسلې ورسره وې هم نیولي دي.
د عکس سرچینه، @ICT_Police
اسلام اباد ته په غځېدلو لارو پلټنې کېږي، او پولیسو له خلکو غوښتي دي چې د لټون او تلاشۍ پرمهال همکاري وکړي او د هرډول مشکوکو کړنو خبر ورکړي.
پولیس وايي د حکومت په امر یې د عامه ټرانسپورټ ټولې هډې بندې کړې دي.
د عکس سرچینه، @chemajournalist
مهم خبرونه
ځانګړي مطالب
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته