ایران وايي، عراق کې یې د اسرائیلي استخباراتو یو مرکز په نښه کړی، خو عراقي چارواکي د ایران ادعا ردوي
د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران انقلاب ګارد (سپاه پاسداران انقلاب) وايي د عراق د کردستان مرکز اربیل ته نږد یې د اسرائیلو د استخباراتي ادارې موساد مرکز او په سوریه کې د داعش ډلې مرکزونه په نښه کړي او ویجاړ کړي دي.
په ټوله کې دا ځواک وايي، ۲۴ بالیستیک توغندي توغول شوي، ۱۳ د سوریې پر ادلب او ۱۱ د عراق په کرد مېشتې اقلیم کردستان.
انقلاب ګارد ویلي سوریه کې پر داعش برید یې د هغو غبرګونو ځانمرګو بریدونو په ځواب کې کړی چې د دې ځواک د یوه قوماندان قاسم سلیماني څلورم تلین پرمهال شوی وو. دې بریدونو کې د ۱۲ افغانانو په ګډون نږدې ۹۰ تنه وژل شوي او له دوه سوو زیات ټپیان شوي وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعان ویلي پر ترهګرو دا برید له خپل امنیته د دفاع لپاره د ایران مشروع حق دی. نوموړي ټينګار کړی چې هېواد به یې هیڅکله د هغه څه پر وړاندې چې د ایران ملي امنیت او خلک ګواښي د دې مشروع حق له کارولو ډډه وکړي.
که څه هم ایران دا بریدونه بریالي بللي، خو په عراق کې چارواکو ویلي د کردستان اربیل کې څلور ولسي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
عراقي چارواکو ویلي یوه برید کې د یوه ځايي سوداګر کور په نښه شوی دی، چې دی پکې وژل شوی او د کورنۍ څو غړي یې ټپیان ددي.
امریکايي چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي دې برید کې کردستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی.
عراق پر کردستان د ایران دې توغندیز برید ته سخت غبرګون ښوولی او د اعتراض په بڼه یې خپل سفیر له تهرانه د مشورو لپاره راغوښتی. عراق کې د ایران سفیر هم بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی او د بغداد احتجاج یې ور سپالی.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت یوه بیان کې ویلي دا د عراق پر ملي حاکمیت تېری، د نړیوال قانون او ښه ګاونډیتوب د اصولو خلاف دی او د سیمې امنیت ګواښي. د بهرنیو چارو وزارت ګواښ کړی چې د دې تېرې پر وړاندې به ټول اړین قانوني اجرائات ترسره کوي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به هم خپل شکایت رسوي.
د عراق حکومت یوه کمېسیون ته دنده سپارلي چې په دې اړه څېړنې وکړي او د ملي امنیت د مشاور قاسم الاعرجي په مشرۍ یو پلاوی اربیل ته رسېدلی دی.
نړیوال غبرګونونه
د عکس سرچینه، FARS
د ایران توغندیز برید په نړیواله کچه هم غندل شوی، دې لړ کې امریکا د عراق شمال کې د ایران د انقلابي ګارد له خوا دا بریدونه بې مانا او ناسم بللي. اسرائیلو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
فرانسې ویلي دا د عراق پر ملي حاکمیت د نه منلو تېری دی، د بهرنیو چارو وزارت یې ویلي دا وړ کړنې سیمه کې ترینګلتیا پراخوي او باید ترې ډډه وشي.
ملګرو ملتونو هم دا د عراق پر ملي حاکمیت تېری بللی، د دریدو ترڅنګ یې غوښتنه کړې چې امنیتي مسلې باید د خبرو له لارې هوارې شي نو د بریدونو.
بریتانیا هم پر عراق د ایران برید غندلی، د بهرنیو چارو وزیر ډېویډ کامیرون ویلي دا د عراق پر ملي حاکمیت تېری او د منلو نه دی.
پر عراق او سوریې د ایران توغندیز برید هغه اندېښنې لا زیاتوي چې ځینې یې سیمه کې د شخړې پراخېدو په اړه لري.
رپوټونه وايي په یوه تازه اقدام کې د یمن حوثي ډلې یو ځل بیا سور سمندر کې پر یوې سوداګریزې بیړۍ برید کړی. د سمندري امنیت یوه بریتانوي بنسټ ویلي د یمن ساحل ته نږدې د سوداګریزو توکو یوه بیړۍ پر توغندي ویشتل شوې ده. پرون هم حوثي ډلې پر یوې بیړۍ د برید خبر ورکړی وو.
ایران د حوثي ډلې ملاتړ کوي او حوثي ډله وايي پر غزې د جګړې ل امله به هغه بیړۍ به په نښه کوي چې اسرائیلو سره تړاو ولري.
اخوا له غزې تازه رپوټونو کې ویل شوي چې اسرائيلو ځواکو د غزې پر ځینو بریدونه کړي او ځینو هغو سیمو ته بېرته ورغلي چې پرون ترې وتلي وو.
په ځانګړې توګه په البریج او المغزي پنډغالو کې د توپچي او هوايي بریدونه شوي دي. البریج کې یو ښوونځی په نښه شوی او هلته میشتو ځايي بې ځایه شویو کسانو د سر زیان اوښتی. غزه کې د روغتیا وزارت ویلي تېرو ۲۴ ساعتونو کې اسرائیلي ځواکونو ۱۵ ځایه بریدونه کړي، ۱۳۰ تنه یې وژلي او ۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته