د ندا کیسه: ماشومتوب کې وتښتول شوه او ۱۲ کاله وروسته وموندل شوه

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، د ندا د ماشومتوب او پېغلوټې د وخت دوه سره ورته انځورونه
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

داسې وانګېره چې یوه ورځ راویښ شې او ومومې هغه نوم چې کلونه پرې پېژندل کېدې، ستا اصلي نوم نه دی؟ او هغه کسان چې ته ورسره لوی شوی یې، ستا کورنۍ نه ده؟

دا هماغه څه دي چې د مصر شل کلنې نجلۍ ندا سره وشول.

ندا باور درلود چې نوم یې "فاطمه" دی، تر دې چې یوه ورځ یې د نامعلوم کس له لوري یو پیغام ترلاسه کړ، د یوې داسې کوچنۍ نجلۍ عکسونه هم ورسره وو چې هغې ته ورته وه. په پیغام کې لیکل شوي وو: "ستا اصلي نوم ندا دی، نه فاطمه." همدغه یوه شېبه د هغې د ټول ژوند بدلولو ته بس وه.

ندا ۱۲ کاله مخکې تښتول شوې وه او په دې ټوله موده کې یې په سختو شرایطو کې له جعلي هویت سره ژوند کړی و. بالاخره، په دې وروستیو کې هغه له خپلې اصلي کورنۍ سره یوځای شوه، هغه هم وروسته له دې چې د هغې کیسه ډاګیزه شوه.

کیسه څنګه پیل شوه؟

د یادې کیسې څرک شاوخوا دوه اونۍ وړاندې هغه مهال ولګېد، کله چې د "ورک شوي ماشومان" پاڼې بنسټګر رامي الجبالي د احمد په نامه یوه سړي او د هغه مېرمن ته زنګ وکړ. هغوی شک وښود چې د "مې" مور ښايي څو کاله مخکې یوه نجلۍ تښتولې وي. هغې ښځې هغه مهال ادعا کړې وه چې دا نجلۍ د هغې د مېړه لور ده او ویلي یې وو چې مېړه یې مړ شوی دی.

دا زنګ د "مې" د مېړه په هڅونه وروسته له هغه ووهل شو چې هغوی د "نرجس/نرګس داستان" په نوم د روژې یوه لړۍ ولیده، چې د ماشومانو د تښتونې موضوع یې څېړله.

له پلټنو وروسته، څرګنده شوه چې جزییات او عکسونه د ندا له قضیې سره سمون لري، هغه نجلۍ چې ۱۲ کاله مخکې ورکه شوې وه او پاڼې څو ځله د هغې په اړه پوسټونه کړي وو، په دې هیله چې څوک یې معلوم کړي.

الجبالي وایي: "د شرایطو، ځای او وخت پر ورته والي سربېره، موږ د مخ (څېرې) پېژندنې تخنیکونه هم وکارول او د کوچنۍ ندا او ځوانې ندا عکسونو ۹۷٪ سمون سره درلود."

هغه زیاتوي: "موږ د هغې له اصلي کورنۍ سره اړیکه ونیوله او کله مو چې د هغې اوسنۍ انځور ور وښود، هغوی سملاسي وپېژندله، ځکه چې د هغې څېره ډېره نه وه بدله شوې."

سره له دې، یوازې دا د هغې د هویت د ثابتولو لپاره کافي نه وه؛ نو د ډي‌اېن‌اې ازموینه یې اړینه وه، چې دې کار د ندا موافقه غوښته، ځکه چې هغه قانوني عمر ته رسېدلې وه.

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح، رامي الجبالي پر فېسبوک له خپلې کورنۍ سره د ندا د یوځای کېدو لپاره مرسته وغوښته

سخت ماشومتوب

د مې او د هغې د مېړه احمد د کیسې له مخې، چې له الجبالي سره یې اړیکه نیولې وه، ندا د خپلې تښتونې په لومړیو کلونو کې له ډېرو سختو شرایطو سره مخ وه.

هغه د خپلې کورنۍ کور ته نژدې په یوه خونه کې ساتل کېده، چې کړکۍ یې نژدې درې کاله د اوسپنیزو قلفونو په وسیله تړلې وې. وروسته، تښتوونکې جعلي رسمي اسناد برابر کړل چې دا ثابته کړي ندا د هغې د مېړه لور ده او ان د هغه د مړینې جعلي سند یې هم جوړ کړ.

مې وایي: "شاوخوا درې کاله وروسته، موږ د قاهرې په څنډه کې یوه کور ته کډه شوو او هغې زه او ندا د سوالګرۍ لپاره کارولو، په دې پلمه چې موږ د پلار یتیمې لوڼې یو."

الجبالي د هغې له قوله زیاتوي چې ندا له تړل کېدو سره عادت شوې وه، تر دې چې کله به بهر ته وتله، خپله به یې له تښتوونکې غوښتنه کوله چې هغه وتړي. تښتوونکې به ورته د اړتیا لپاره یو لوښی هم پرېښوده.

ندا د خپل ماشومتوب یوازې خپل ورور "یوسف" په یاد و، چې د لوبو ملګری یې و. تښتوونکې له همدې ناوړه ګټه واخیسته او ځان یې "د یوسف مور" معرفي کړ او ادعا یې کوله چې په همدې نوم یو زوی یې مړ شوی دی، چې د ماشومې حافظه ګډوډه کړي.

شاوخوا پنځه میاشتې مخکې، ندا وتوانېده وروسته له هغه وتښتي، چې هڅه کېده هغه یو ۶۰ کلن سړي ته واده کړي. هغې وروسته د تښتوونکې له خپلوانو سره په اسماعیلیه ولایت کې ژوند پیل کړ. او نژدې وه چې د اصلي هویت له موندل کېدو څو ورځې مخکې یې کوژده وشي.

ټکان او انکار

هغه پیغام چې ندا ترلاسه کړی و، د رامي الجبالي له لوري و، خو هغې ژر د هغه شمېره بنده کړه. کله چې پر هغې ډېر ټینګار وشو، ندا د هغه خبره ونه منله او ټینګار یې کاوه چې هغه "فاطمه" ده.

ندا څو ورځې په ټکان او انکار کې تېرې کړې او کله یې چې د خپلې اصلي مور او پلار عکسونه ولیدل، هغوی یې ونه پېژندل.

کله چې هڅه وشوه هغه له خپلې مور سره د ټیلیفون له لارې په اړیکه کې کړي، دواړو سخت وژړل.

د مصر د کورنیو چارو وزارت له پلټنو وروسته د تښتونې پېښه تایید کړه او د ډي‌اېن‌اې ازموینې هم وښوده چې ندا د خپلې اصلي کورنۍ غړې ده. تښتوونکې د محاکمې په پار ونیول شوه.

الجبالي وایي په پلټنو کې څو حیرانوونکې خبرې هم را څرګندې شوې، یوه دا چې تښتوونکې هڅه کړې وه خپله لور- چې دا پېښه یې افشا کړې وه - په دې جرم تورنه کړي.

د عکس سرچینه، social media

د عکس تشریح، له ۱۲ کلونو بېلتون وروسته ندا د خپلې مور په غېږ کې له لومړي یوځای کېدا وروسته

نوی فصل

له ۱۲ کلونو تري تم کېدا وروسته، ندا بېرته د خپلې مور او پلار غېږې ته راستنه شوه، په داسې احساساتي صحنه کې چې ویډیويي کلیپونو کې ثبت شوې ده.

الجبالي وایي: "ندا اوس په تدریجي ډول خپل ځینې یادونه بېرته ترلاسه کوي، خپله مور او د خپل پخواني ژوند ځینې صحنې یادوي، خو سره له دې چې حقیقت یې منلی، لا هم په بوږنېدلي حالت کې ده."

ندا اوس له خپلې کورنۍ سره ژوند پیل کړی او هڅه کوي له نوې ژوند او داسې کورنۍ سره عادت شي چې ډېر څه یې ترې نه دي په یاد. همداراز، مصري چارواکو اعلان کړی چې د ندا کورنۍ ته به یو اپارتمان برابر کړي.

په مصر کې د ماشومانو د تښتونې په اړه دقیقې او منظمې رسمي شمېرې نه‌شته، خو نښې ښيي چې له ۲۰۱۰ کال وروسته د تښتونې راپورونه زیات شوي دي.

"د ماشوم د مرستې کرښې" د معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د تښتونې له ۲۲۶۴ ډېر راپورونه ثبت شوي دي.

الجبالي باور لري چې د تښتونې انګېزې اکثره له سوال کولو یا ناقانونه منلو (لورولۍ/زوی‌ولۍ) سره تړاو لري. هغه زیاتوي چې د "ورک شوي ماشومان" نوښت توانېدلی تر اوسه له ۴۸۹۰ ډېر ورک شوي کسان خپلو کورنیو ته بېرته ورسوي، چې پکې د ورکېدو، تېښتې او تښتونې بېلابېل حالتونه شامل دي.

هغه په پای کې وایي، اوس مهال دوی له خپلې کورنۍ سره د داسې یو سړي د یوځای کولو لپاره چمتووالی نیسي، چې ۳۷ کاله وړاندې ورک شوی و.