امریکا: غزه کې د اوربند خبرې "جدي" دي؛ نتنیاهو وايي پر رفح د برید لپاره نېټه ټاکل شوې
د عکس سرچینه، Getty Images
په امریکا کې د ولسمشر جوبايډن ادارې په غزه کې د اوربند او د اسرائيلي يرغمل شويو وګړو د خوشي کولو لپاره د خبرو اترو وروستی پړاو "جدي" بللی دی.
د سپينې ماڼۍ وياند جان کربي ويلي، امریکا هيله لري چې ژر تر ژره يوه هوکړه وشي. نوموړي زیاته کړې، حماس پر وروستي سپارل شوي وړانديز غور کوي. حماس هم د دغه ګام پخلی کړی دی.
خو وړاندې د حماس وياند د هوکړې په اړه د پرمختګ راپورونه کم رنګه ښودلي وو.
حماس تر دې مخکې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له غزې د اسرائيلي ځواکونو بشپړ وتل او دغه ښار ته د اړتيا وړ مرستو د لېږد اجازه د شرطونو په توګه ياد کړي وو.
خو په خبرو اترو کې ښکېل يوه قطري چارواکي بي بي سي ته وويل، نوی وړانديز به د هوکړې په تړاو د دواړو لوريو تر منځ د اختلافونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.
په عيني وخت کې د اسرائیلو د دفاع وزير يواف ګالانت د دغه هېواد پوځي سرتېرو ته په خبرو کې اوسنی وخت د هوکړې لپاره "مناسب" بللی دی.
په دې وروستيو کې اسرائيلو غزې ته د څه باندې ۳۰۰ مرستندويه لاريو د رسېدو خبر ور کړ چې دا د جګړې له پيل راهيسې په يوه ورځ کې تر ټولو لوی شمېر دی.
نتنیاهو؛ پر رفح د برید لپاره نېټه ټاکل شوې
هممهاله د اسرائیلو حکومت ویلي د غزې پر رفح ښار د برید لپاره یې نېټه مشخصه کړې ده. په دغه ښار کې نژدې یو نیم میلیون فلسطینیانو پناه اخیستې. د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو ویلي، د حماس له منځه وړلو لپاره دغه پلان شوي عملیات اړین دي.
د امریکا په ګډون د نړۍ مشرانو له اسرائیلو غوښتنه کړې مصر ته څېرمه پر رفح ښار عملیات ونه کړي.
پرون سې شنبه د مصر، فرانسې او اردون مشرانو په ګډه اسرائیلو ته خبرداری ورکړ چې دغه عملیات به یې "بدې پایلې" ولري او "سیمه کې ثبات ګواښي."
د دوشنبې په ورځ نتنیاهو وویل په خپل منځه کې پر رفح د برید لپاره پر نېټه سلا شوي خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په مصر کې د اسرائیلو او حماس ترمنځ د زندانیانو پر تبادلې او اوربند خبرې روانې دي.
خان يونس ته د کډوالو راستنېدل؛ پر ښار د مرګ څپه خپره ده
د عکس سرچینه، Getty Images
د غزې خان يونس ښار ته ستانه شوي فلسطيني وګړي د يوه ويجاړ شوي ښار کيسه بيانوي. دغه ښار کې د ويجاړۍ خپرو شويو انځورونو او داستانونو د خلکو پام ځان ته ور اړولی دی.
د ښار ډېری اوسېدونکي چې بېرته خپلو سيمو ته ستانه شوي وايي، هر څه نړېدلې او دوی حتی خپل کورونه نشي موندلی.
د سيمې يوه اوسېدونکې چې د څلورو ماشومانو مور ده وايي، "پر ښار د مرګ څپه خپره ده. "
يو بل کس بيا وايي، "په دې ښار کې حتی څاروي هم ژوند نشي کولی."
اسرائيل بيا وايي د جګړې د بل پړاو د چمتووالي لپاره يې د غزې له جنوبي سیمو ځواکونه ايستلي دي.
د اسرائیلو د دفاع وزیر یواف ګالانت د يکشنبې پر ماښام خبر ورکړ چې ځواکونه یې د رفح سیمه کې او د حماس پر ضد د راتلونکو عملیاتو په موخه له خان یونس وتلي دي.
په همدې حال د فرانسې، مصر او اردن مشرانو په ګډه په غزه کې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه.
ایمانویل مکرون، عبدالفتاح سیسي او پاچا عبدالله پر رفح د اسرائیلو د برید په اړه خبرداری ورکړ. دوی وايي برید "یوازې نور مرګونه او کړاوونه زيږوي."
په غزه کې د جګړې شپږ میاشتې پوره شوې، په دې جګړه کې د سرائیلي ځواکونو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۳۳ زرو اوښتی چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. دې ویجاړوونکې جګړې د غزې ډېری سیمې په کنډوالو بدلې کړي او نړیوال بنسټونه وايي، هلته بشري وضعیت او لوږه بحراني حالت ته رسېدلې ده.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته