تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بغداد کې د امریکا پر سفارت برید
بغداد کې د امریکا پر سفارت برید
رویټرز خبري اژانس وايي، د عراق پلازمېنه بغداد کې د امریکا پر سفارت د توغندي برید شوی چې پایله کې یې په ودانۍ کې اور لګېدلی دی. رویټرز وايي، د عراق امنیتي چارواکو ورته دا خبر تایید کړی، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.
د فرانسې خبري اژانس بیا د سرچینو په حواله ویلي، چې بغداد کې د امریکا سفارت ودانۍ د ډرون برید کې په نښه شوې. د اېاېفپي په وینا دا برید تر هغې لږ وروسته شوی چې د عراق پلازمېنه کې په هوايي بریدونو کې د ایران پلوه ملیشې دوه وسلهوال ووژل شول.