کابل کې د ښار جوړولو وزارت دروازه کې چاودنه شوې

کابل

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د کور او ښار جوړولو وزارت کې له ځانوژونکي برید وروسته د طالبانو امنیتي کسان ګزمه کوي
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، کابل کې د ښار جوړولو وزارت د ننه ځانمرګی بریدګر په نښه شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بي بي سي ته دا برید تایید کړی او وايي چې د پنجشنبې په ګهیځ یو ځانمرګی بریدګر د کور او ښار جوړولو وزارت ته نژدې د امنیتي ځواکونو له خو له پېژندل کېدا وروسته په نښه شوی او ویشتل شوی دی.

نوموړی وايي، بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې ویشتل شوی او چاودنه کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

"ځانمرګي بریدګر غوښتل وزارت ته ننوځي، خو د مجاهدینو (امنیتي ځواکونو) له خوا وویشتل شو او بیا د چاودنې په پایله کې یو بل کس چې ور نژدې و، ووژل شو او درې تنه ټپیان شول".

دا پېښه د کابل نهمې امنیتي حوزې اړونده مکروریانو سیمه کې- چېرې چې د ښار جوړولو وزارت دی، شوې ده. ځینو رسنیو ویلي، ځانمرګي بریدګر د طالبانو له امنیتي سرتېرو سره په نښته کې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان هم رسنیو ته دا چاودنه تایید کړې او وايي چې بریدګر هدف ته له رسېدو مخکې ویشتل شوی او وژل شوی دی.‌

نوموړي په دې چاودنه کې د یوه تن د وژل کېدو او د درېیو نورود ټپي کېدو خبره کړې ده. ښاغلی افغان وايي، پېښه کې نور کوم زیان نه دی اوښتی.

لا تر اوسه ددې برید مسؤلیت چا نه دی منلی.

وړمه ورځ (فبروري ۱۱/سلواغه ۲۳مه) "اسلامي دولت" (داعش) ډلې د افغانستان په شمالي کندوز ښار کې د کابل بانک څانګې ته څېرمه ځانمرګی برید وکړ چې لږ تر لږه اته تنه یې ووژل او اوه نور یې ټپیان کړل.

د طالبانو حکومت چارواکي‌ وايي، د پېښې په قربانیانو کې د طالبانو غړي، د بانک امنیتي‌ کسان او عام خلک شامل دي.‌

عیني شاهدانو بي‌بي‌سي‌ ته ویلي،‌ دا برید داسې مهال شوی چې د طالبانو حکومت مامورین د تنخواګانو ترلاسه کولو لپاره دغه بانک ته ولاړ وو.‌

افغانستان کې "لسګونه ترهګریزې ډلې" فعالې دي

د طالبانو حکومت کې د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني تېر ډسمبر کابل کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت کې د کډوالو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني تېر ډسمبر کابل کې په ځانمرګي برید کې ووژل شو

داعش د برید په دویمه ورځ ادعا وکړه چې د طالبانو "لسګونه" غړي یې وژلي او ټپیان کړي دي.

وړاندې ملګرو ملتونو امنیت شورا او پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه چې ګنې افغانستان کې "لسګونه ترهګریزې ډلې" فعالې دي، خو افغانستان کې د طالبانو حکومت یې دا ادعاوې 'بې‌بنسټه' بللې دي.

د اسلامي‌دولت ډلې خراسان څانګې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې د ګڼو نورو خونړیو بریدونو مسوولیت هم منلی.‌

شاوخوا دوه میاشتې مخکې (ډسمبر پر ۱۱ مه) د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزير خليل الرحمان حقاني هم کابل کې په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوی و،‌ چې مسوولیت یې داعش ومانه.‌

تر هغه مخکې بلخ لپاره د طالبانو حکومت والي محمد داود مزمل او همدا راز مشهور طالب پوله دیني عالمان رحیم‌الله حقاني او په مجیب‌الرحمان انصاري هم په ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي وو.

د داعش په بریدونو کې تر ټولو مرګونی د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه د طالبانو لخوا د کابل له نیول کېدو یوازې څو ورځې وروسته د هوايي ‌ډګر یوې فرعي دروازې ته څېرمه داسې مهال وشو، چې له دغه ډګره د افغانانو د تخلیې پروسه روانه وه او‌ نړیوال ځواکونه لا هلته موجود وو.‌

طالبان: په افغانستان کې د 'نه بښلو وړ' بریدونو تر شا بهرنیان دي

هغه ځانمرګی بریدګر چې د طالبانو د حکومت د کډوالو وزیر خلیل الرحمن حقاني یې وواژه

د عکس سرچینه، AMAQ

د عکس تشریح، هغه ځانمرګی بریدګر چې د طالبانو د حکومت د کډوالو وزیر خلیل الرحمن حقاني یې وواژه

وړاندې، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع، د طالبانو هغه ادعا تکرار کړه چې په افغانستان کې بریدونه د بهرنیانو لخوا ترسره او ملاتړ یې کېږي.

د ښاغلي قانع دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۱۱مه د "اسلامي دولت" (داعش) له‌خوا د ادعا شوي برید په تړاو وې، چې د افغانستان په شمالي کندوز ولایت کې یې کړی و.

هغه وویل: "د امنیتي موندنو او ځینو شواهدو له مخې، د نه بښل کېدونکو جرمونو عاملین، چې د اسلام او د افغان ولس دوښمنان دي، د هېواد له سرحدونو بهر رېښې لري او خپلې شومې هڅې له هماغه ځایه تنظیموي."

نوموړي زیاته کړه: "موږ تاسو ته ډاډ درکوو چې د داسې زړه بوږنوونکو پېښو عاملین به وپېژنو، ونیسو او د عدالت منګولو ته به یې وسپارو."

د کندوز په برید کې د وژل شویو شمېر اته تنه و، خو ځینو رسنیو له دې وړاندې د لوړو تلفاتو راپورونه ورکړي وو.

دا برید څو ورځې وروسته له هغه وشو چې طالبانو ادعا وکړه د افغانستان شمال کې یې د داعش (خراسان) یوه ډله له منځه وړې ده.

طالبانو، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې واک ترلاسه کړ، تل ټینګار کړی چې داعش په افغانستان کې حضور نه لري او دا چې د دې ډلې "واړه فعالیتونه" له هېواده بهر تنظیم او مدیریت کېږي.