د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، په بلوچستان کې يې د پاکستان پوځ پر یوه مرکز هوايي برید کړی
د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي - کابل
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي، د پاکستان په بلوچستان کې یې د اېف سي یا سرحدي ځواکونو پر قومندانۍ هوايي برید کړی.
د دفاع وزارت په وینا دا برید په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني ځواکونو د سرغړونو په ځواب کې شوی. د دفاع وزارت مرستیال ویاند مولوي صدیق الله نصرت وايي، تېره شپه او د ورځې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر ضد له ګڼو ولایتونو بریدونه شوي.
ښاغلي نصرت دا و نه ویل چې پاکستاني ځواکونو څه راز سرغړونې کړې خو پاکستان ادعا کړې چې پر کندهار یې برید کړی. د دفاع وزارت دغه ویاند ادعا وکړه چې پاکستاني ځواکونو ته د دوی په وروستیو بریدونو کې ګڼه مرګژوبله اوښتې. بي بي سي په خپلواکه توګه دا خبره نه شي تائیدولی.
ښاغلي نصرت د دوی ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې هغه شمېرې هم رد کړې چې پاکستاني چارواکي یې ادعا کوي. نوموړی وايي د دوی ځواکونو ته د اوښتې مرګژوبلې شمېر ډېر کم دی. د پکتیا او هرات په ګډون په ځینو ولایتونو کې د پاکستان د وروستیو بریدونو او ولسي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې له امله احتجاجونه هم شوي.
د دفاع وزارت ویاند د پاکستاني ځواکونو تازه بریدونو کې ملکي ګړو ته د اوښتې مرګژوبلې یادونه هم وکړه او ویې ویل، زرګونه کسان بې ځایه شوي دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
'۶۶ زره کسان بې ځایه شوي'
بل لوري ته د کډوالۍ نړیواله ادارې یا ای او ایم هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د روانو نښتو له امله ملکي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې پخلی کړی. ای او ایم وايي، جګړه کې زېربناو ته تاوان رسېدلی، او د افغانستان په ختیځ او سوېل کې ۶۶ زره کسان بې ځایه شوي دي.
یادې ادارې اندېښنه څرګنده کړې چې شونې ده د روانې شخړې له امله لا نور وګړي بې ځایه او د زیانمنونکو حالت لا ناوړه شي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت هم له پاکستان سره د روانې جګړې په تړاو په یوه وروستي خبري کنفرانس کې ولسي وګړو ته د مرګژوبلې د اوښتو خبره تائید کړه او ویې ویل چې د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې:
" ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ۸۴۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي."
ښاغلي فطرت په دې تړاو چې دا کورنۍ په څه راز حالاتو کې شپې -ورځې تېروي او ورته مرستې رسېدلې او که څنګه څه و نه ویل.
خو ای او ایم وايي، تېر کال افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو د ۲ میلیونه او نهه سوه زره کډوالو د راستنېدو، او د سرچینو د کمښت له امله دغه هېواد وار له مخه د وګړو د بې ځایه کېدو له یوه لوی کړکېچ سره مخ دی.
دغې ادارې تائید کړې چې په تورخم کې یې د کډوالو د مرستې مرکز ته تاوان اوښتی او په بهرامچه کې هم را ستنېدونکو ته مرستې او خدمتونه ځنډېدلي دي. د ای او ايم مسوولینو په وینا را ستنېدونکي ان په عادي حالاتو کې، لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او د دوی مرکزونه په داسې حال کې تړل شوي چې د کډوالو اړتیا تر هر وخت نور لا زیاته ده.
د کډوالۍ نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې د جګړې دوام به د ولسي وګړو د لا نورې مرګژوبلې، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د جبري اېستنې د ناڅاپي را ستنېدو لامل شي.
ای او اېم ټينګار کړی چې په هر راز شرایطو کې باید د د ماشومانو، ولسي وګړو او د بشري مرستندویانو خونديتوب په پام کې ونیول شي او اړینه ده چې دوی بې له کوم خنډه حیاتي بشري مرستو ته لاسرسی ولري.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته