د امریکا فلوریډا ایالت ځواکمن 'ایډالیا تواپان' ته چمتووالی نیسي
د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا په فلوریډا ایالت کې سلګونو زره خلکو ته چې د ایډالیا په نوم د توپان له خطر سره په مخامخ سیمو کې پراته دي، امر شوی چې ژر تر ژره خوندي سیمو ته ووځي.
دا غوښتنه د فلوریډا والي ران ډېسانټېس کړې ده.
هغه ویلي، د دغه ایالت هغو سیمو چې د دغه توپان مخ کې پرتې دي، د نوولسمې زېږدیزې پېړۍ له نیمایي راهیسې داسې ځواکمن توپان نه دی تجربه کړی.
ښاغلي ډېسانټېس زیاته کړې چې د فلوریډا له ۶۷ ناحیو څخه د ۲۸ ناحیو اوسېدونکو ته خوندي سیمو ته د وتلو امر شوی دی.
دغه ۲۸ ناحیې یا ولسوالۍ ټولټال یو نیم میلیون اوسېدونکي لري.
د عکس سرچینه، None
دغه توپاند دمګړۍ د تامپا ښار او پراخو نورو سیمو پر لور د حرکت په حال کې دی.
اټکل دا دی چې ایډالیا توپان به په ځايي وخت چارشنبه د فلوریډا سواحلو ته ورسېږي.
امریکا کې د هواپېژندنې خدماتو ادارې ویلي، چې دغه توپان شېبه په شېبه ځواکمنېږی او اوس په یوه ساعت کې ۱۶۵ کیلومتره چټک بادونه ورسره مله دي.
دې ادارې همدا راز د سختو ورښتونو وړاندوینه هم کړې ده.
ایډلیا توپان دوشنبه له کیوبا تېر شو او سېشنبه د امریکا د فلورېډا د سویل ختیځ ۴۴۰ کیلومترۍ ته رسېدلی و.
د دغه توپان له خطره سره په مخامخ سیمو کې لیدل کېږي، چې خلک پر پراخ چمتووالي بوخت دي.
د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
خو د فلوریډا والي ویلي، چې د توپان له خطر سره د مخامخ سیمو اوسیدونکي ډېر وخت نه لري او څومره ژر چې کېدای شي باید خوندي سیمو ته وخوځېږي.
له دې سره هممهاله د تامپا ځايي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه ښار هوايي ډګر هم تر پنجشنبې ورځې تړل شوی دی.
رپوټونو کې راغلي چې فلوریډا کې د ملي ګارد ۵۵۰۰ او د برېښنا ادارې ۴۰ زره کارکوونکي د تیارسي په حال کې دي.
تېر کال د ایان په نوم موسمي توپان د امریکا په دغه ایالت کې تر سلو ډېر کسان وژلي او همدا راز له سل میلیارد ډالرو ډېر زیانونه اړولي وو.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته