د اسرائیلو په بریدونو کې ځینې وژل شوې ولسي څېرې څوک دي؟
د عکس سرچینه، Isna and social media
د جون پر ۱۳مه، د جمعې سهار وختي د ایران دننه اهدافو باندې د اسرائیلو په بریدونو کې یو شمېر ایرانی ملکي وګړي هم ووژل شول.
د ندا ایراني ګوند غړی علي هاتفي، شاعره پارنیا عباسي او د کورنۍ غړي یې، د تکواندو ځوان لوبغاړی امیرعلي امیني، د ونډو د مارکېټ فعاله سینا سلیماني، د وسله والو ځواکونو د وژل شوي لوی درستیز محمد باقري لور او خبریاله فرشته باقري، د اس ځغلونې لوبغاړی مهدي پولادوند او د کورنۍ درې غړي یې، د ایران د ساینس وزارت مرستیال وزیر مسعود شمس بخش لور پارسا منصور، لوبغاړې نیلوفر قلعهوند او د اسلامي ازاد پوهنتون د رییس مهدي تهرانچي مېرمن، د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو ملکي وګړو په ډله کې دي.
د ایران دولتي تلویزیون مخکې راپور ورکړی و چې د اسرائیلو په بریدونو کې ۷۸ کسان وژل شوي، چې ماشومان او ملکي وګړي په کې شته.
د رسمي راپورونو له مخې، د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ لوړ پوړي ایراني پوځي قوماندانان هم وژل شوي دي.
لوړپوړي وژل شوي ایراني قوماندانان څوک دي؟
د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال محمد باقري، د خاتم الانبیاء د مرکزي قوماندانۍ، چې د ایران د پوځي عملیاتو د قوماندې اصلي مرکز دی، قوماندان جنرال غلام علي رشید، د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو قوماندان جنرال حسین سلامي او د سپاه پاسداران د هوايي ځواک قوماندان جنرال امیر علي حاجي زاده، هغه لوړپوړي ایراني چارواکي دي چې پر ایران د اسرائیلو د برید په لومړۍ ورځ یې رسمي سرچینو مړینه تایید کړې ده.
د عکس سرچینه، MEGHDAD MADADI/TASNIM NEWS/AFP via Getty Images
د جون ۱۴مه د جګړې په دویمه ورځ، د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز اعلان وکړ چې د اطلاعاتو مرستیال جنرال غلام رضا مهرابي او د عملیاتو مرستیال جنرال مهدي رباني د اسرائیلو بریدونو کې د وژل شویو سرتېرو په ډله کې شامل دي.
د اسد اباد ولسوالۍ د عامه امنیت ځواکونو مشر حبیب الله اکبریان او د منځنۍ کچې یو بل امنیتي چارواکی امیر حسین سیفي هم په همدان ولایت کې په اسرائیلي بریدونو کې وژل شوي دي.
د اسرائیل په بریدونو کې وژل شوي ساینسپوهان
همدارنګه، پر ایران د اسرائیلو د برید له پیل یوه ورځ وروسته، په ایران کې خبري سرچینو د درېیو نورو اټومي ساینس پوهانو د وژلو کېدو خبر ور کړی دی. دا کسان د علي بکايي کریمي، منصور اصغري او سعید بورجي په نوم پیژندل شوي وو، چې د ایران په اټومي پروګرام کې ښکیل وو.
اسرائیل پر ایران د برید په لومړۍ ورځ هم شپږ ایراني ساینسپوهان وژلي وو.
د اټومي انرژۍ د سازمان پخوانی مشر فریدون عباسي، د اسلامي ازاد پوهنتون رییس محمد مهدي تهرانچي او په 'اماد' اټومي پروژه کې ښکېل اکبر مطلبی زاده، عبدالحمید منوچهر، احمدرضا ذوالفقاريداریاني او امیر حسین فقهي په کې شامل وو.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته