تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ننګرهار کې د طالبانو ولسوال ولې د وینا پر مهال مړ شوی؟
د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې خوږیاڼو ولسوالۍ ته د طالبانو حکومت نوی ولسوال ملا سید نور سنګري په پېژندغونډه کې د وینا پر مهال مړ شوی.
په ننګرهار کې طالب چارواکو بي بي سي ته ویلي، پر هغه د زړه حمله راغلې وه او له وړاندې يې د شکرې ناروغي هم درلوده.
طالب چارواکي وايي، ملا سید نور تازه خوږیاڼو ولسوالۍ ته د ولسوال په توګه ګومارل شوی و، چې "په ياده ولسوالۍ کې يې د خپلې پېژندنې په مراسمو کې ولس ته د وينا پر مهال په ناڅاپي ډول ساه ورکړه."
د ننګرهار له ولایته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پرون (یکشنبه) "د سره رود ولسوالۍ دشت باغواني سيمه کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو."
هغه په تېرو دوو کلونو کې د بټي کوټ او شينوارو ولسوال و.
د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي چې نوموړي په تېرو شلو کلونو کې هم په وسله والو جګړو کې برخه لرله. نوموړی تازه له بټي کوټ ولسوالۍ خوږیاڼیو ته بدل شوی و.