تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د پاسپورتونو کمښت؛ طالبان یې لیتوانیايي شرکت سره د چاپولو خبرې کوي
افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي له یوه لیتوانیايي شرکت سره افغانستان لپاره د درې میلیونه ټوکه پاسپورتونو د چاپولو پر خبرو بوخت دي.
د طالبانو حکومت کې د پاسپورت لوی ریاست ویاند شفیع الله تسل بي بي سي ته ویلي، له دې شاوخوا نیمايي پاسپورتونه وار له مخه چاپ شوي، خو د نورو چاپ دمګړۍ د ځینو ستونزو له کبله درېدلی دی.
هغه د دغو ستونزو د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي. طالبان وايي، د افغانستان مخکېني دولت هم د لیتوانیا له یاد شرکت د پاسپورتونو د چاپ یو قرارداد درلود.
د ښاغلي تسل په وینا تر اوسه افغانستان ته د دغو پاسپورتونو د لېږدېدو وخت او څرنګوالی هم مالوم نه دی او هڅې روانې دي چې دا ټولې ستونزې ژر حل شي.
د طالبانو حکومت د پاسپورت ریاست ویاند وايي دا پاسپورتونو به په پخوانۍ بڼه او"د افغانستان اسلامي جمهوریت" له نښان سره چاپېږي.
وړاندې ویل شوي وو چې نوي پاسپورتونه به "د افغانستان اسلامي امارت" له نښان سره چاپېږي.
افغانستان کې د مخکېني حکومت د ړنګېدو په درشل کې او تر هغې راوروسته د لسګونو زره کسانو لخوا له هېواده وتلو لپاره د پاسپورتونو ترلاسه کولو غوښتنې ډېرې شوې.
په دوی کې اکثریت هغه کسان دي چې پخپله یا د کورنیو غړو یې بهرنیو ځواکونو او نړیوالو ادارو سره کار کړی، خو ګڼ نور د کاروبار او روغتیايي ستونزو له کبله هم بهر تګ راتګ کوي.
د طالبانو حکومت د تېر ۲۰۲۱ کال نومبر میاشت کې د تخنیکي ستونزو له کبله د پاسپورتونو د وېش لړۍ د درېدو اعلان وکړ. دوی هغه مهال ویلي و چې پاسپورټ ریاست کې ماشینونه له وخته تېر دي.
د پاسپورتونو وېش که څه هم وروسته بېرته پیل شو، خو ډېرو کمو خلکو، په تېره هغو کسانو ته ورکول کېدل چې له وړاندې یې ورته انلاین فورمې ډکې کړې وې.
اوس هم د افغانستان ولایتونو کې د پاسپورتونو وېش درول شوی او کابل کې یې هم ترلاسه کول میاشتې وخت اخلي.
د افغانستان مخکينې حکومت هم ځینو بهرنیو شرکتونو سره د پاسپورتونو د چاپ تړونونه کړي وو.
تسل واکمن وايي په دوی کې همدغه لیتوانیايي شرکت هم شامل دی.
هغه په دې اړه وضاحت نه ورکوي چې دې شرکت سره د دغو پاسپوتونو د چاپ تړون دقیقآ کله شوی، خو وايي اوس یې تر پخوا په لوړه بیه چاپوي او یو شمېر پیسې ور رسېدلې هم دي. د طالبانو د پاسپورت ریاست له دې هم ډډه کوي چې یاد شرکت ته پيسې چا، څرنګه او کله ورکړې دي.