طالبان: د سیمې هېوادونه دې د خپلو هغو اتباعو مخه ونیسي چې ورانکارو پېښو لپاره افغانستان ته را اوړي
- Author, ملائکه احمدزۍ
- دنده, بي بي سي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له بهرنیو په ځانګړي ډول د سیمې له هېوادونو غوښتي، د خپلو هغو وګړو مخه ونیسي، چې د "ورانکارو پېښو" لپاره افغانستان ته دننه کېدو هڅه کوي.
ښاغلي مجاهد همدارنګه ادعا کړې، چې افغانستان کې څو وروستۍ امنیتي پېښې د بهرنیو اتباع لخوا شوې دي.
نوموړی وايي، "د ناامنیو دا پېښې ایجابوي، چې حکومتونه خپل مسولیتونه وپېژني."
یوه جګپوړي طالب چارواکي د نوم نه اخیستو په شرط د بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، چې په وروستیو پېښو کې د تاجکستان او اذربایجان وګړي ښکېل وو.
هغه دا هم ومنله چې ځینو پېښو کې پاکستاني وګړي هم ښکېل وو.
ذبیح الله مجاهد خپله اعلامیه کې د روسیې د حکومت هغه څرګندونې رد کړې چې ویلي یې وو، وسله والې ډلې له افغانستانه د منځنۍ اسیا هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.
سېرګيي شویګو د هند پلازمېنې ډیلي کې د شانګهای سازمان د دفاع وزیرانو غونډې ته وینا کې ویلي وو، افغانستان کې دېره وسلوالو ډلو د منځنۍ اسیا هېوادو کې فعالیتونه پراخ کړي دي.
نوموړي اندېښنه ښودلې وه، چې د القاعدې غوندې وسلوالې ډلې په منځنۍ اسیا کې د خپل اغېز د ډېرولو په لټه دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د روسیې دفاع وزیر ټینګار کړی و، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو کې د وضعیت خرابېدو لاملونه رامنځته شوي دي.
ښاغلي شویګو ویلي وو، چې د داعش، القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک په څېر ډلې ښايي د منځنۍ آسیا هېوادونو ته نفوذ وکړي.
خو ښاغلی مجاهد په نېغه د داعش ډلې په یادولو سره وايي: "د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه توانېدلي چې په بشپړ قاطعیت سره په افغانستان کې د داعش فتنه ګرې ډلې پاتې شوني تصفیه کړي."
بلخوا دا یوازې روسیه نه ده، چې د داعش او نورو وسله والو ډلو د ځواکمنېدو په اړه اندېښنه لري بلکې له دې مخکې نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو هم ویلي وو، چې د داعش او القاعده په ګډون څو ترهګرۍ ډلې افغانستان کې فعالې دي.
د پاکستان حکومت هم په کراتو دا ادعا تکرار کړې چې ګوندې د پاکستاني طالبانو مشران د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه په پاکستان کې نا امني جوړوي.
خو طالبان دا هر څه ردوي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته