شريلنکا: د تېلو زېرمې مو په تمامېدو دي
د عکس سرچینه، Getty Images
د شري لانکا د انرژۍ وزیر کانچانا ویجېسېکېرا خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد د سون توکو زیرمې به ډېر ژر تمامې شي.
شري لنکا دمکړۍ د خپل تېرو ۷۰ کلن تاریخ تر ټولو ناوړه اقتصادي بحران سره مخامخ ده.
د انرژۍ وزیر یې ویلي چې د خلکو د عادي غوښتنې تر یوې د کمې ورځې پټرول ورپاتې دي.
هغه وویل چې هېواد ته به د پټرولو راتلونکی بار تر دوو اونیو پورې و نه رسېږي.
د شري لانکا حکومت وار له مخه پر بې اړتیا وسايطو باندې د ډیزل او پټرول پلور هم درولی دی.
د دغه هېواد د انرژۍ وزیر خبریالانو ته ویلي، چې زېرمو کې یې تر دیارلس زره ټنه کم ډیزل او څه باندې څلور زره ټنه پټرول پاتې دي.
دا هېواد د سون، خوراک او درملو په څېر د خپلې اړتیا وړ توکو واردولو لپاره د پیسو کمښت سره هم لاس ګریوان دی.
د شري لنکا مرکزي بانک يوازې د تېلو د پېرلو لپاره ١٢٥ ميليونه ډالره لري، په داسې حال کې چې د پخوانيو پلانونو له مخې د اړتيا وړ تېلو د پېرلو لپاره ٥٨٧ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده.
شري لنکا د انرژي وزیر ویلي هېواد یې وار له مخه د تېلو د وارداتو له اړخه ۸۰۰ میلیونه ډالره پوروړی دی.
کارپوهان په دې باور دي چې شري لنکا ښايي له ۱۹۷۹یمې لسیزې راهیسې چې د تیلو د کمښت بحران پکې راغلی و، لومړنی هېواد وي چې پر شخصي موټرو پکې د تیلو پلور درېدلی وي.
شري لنکا چې په ١٩٤٨ کال کې له بريتانيا خپلواکۍ اخیستې، ٢٢ ميليون وکړي لري او دا یې د تاریخ تر ټولو بد اقتصادي بحران دى.
د عکس سرچینه، Getty Images
د دغه هېواد حکومت دغه اقتصادي کړکیچ د کورونا وبا زېږنده ده ځکه دې وبا د شري لنکا د ګرځندوی سکتور سخت زیانمن کړی.
ګرځندوی صنعت د دې هیواد د عاید تر ټولو لویه سرچینه ده.
د حکومت منتقدان وايي چې ناسم مدیریت د دغه بحران اصلي لامل دی.
د دغه هېواد د پلازمېنې کولمبو ښار له ګڼې ګوڼې پر ډکو سړکونه اوس چوپتیا خپره ده او سړي ته دا احساس ورکوي.
د تیلو د نشتوالي له امله له خلکو غوښتل شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
د لارۍ یو چلوونکی عزیر چې له دوو ورځو راهیسې د تېلو د ترلاسه کولو په تمه ناست دی، وايي نه یې سهارنۍ خوړلې، نه نوره ډوډۍ، یوازې یې اوبه څښلې او بس.
هغه وایې موږ ډیر ځورېږو.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته