BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  •    مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
 
د خپريدو وخت: 17:06 گرينويچ 2007 ,22 مارچ
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
چرته چې ښوونځى نشته
 
چرته چې ښوونځى نشته
ليک لوست خاونداندان کولى شي ده مجله نه نورو ته د ليک لوست په ور زده کولو کې ګټه واخلي
د " نوي کور، نوي ژوند" د ډرامو د خپريدلو له پيل نه وروسته زموږ دوهمه د پام وړ هڅه د " نوي کور ، نوي ژوند" د کارتوني مجلې چاپ او خپرول و چې د ډرامې د کيسو پر بنسټ ولاړه ده .

دا مجله د اوريدونکو په منځ کې او په ځانګړې توګه ليک لوست ته د خلکو د هڅولو په لاره کې ګټوره ثابته شوه او شهرت يې وموند. ډير ژر احساس شوه چې مجله يوازې هغه کسان لوستلاى شي چې په ليک لوست پوهيږي نو ځکه د ١٩٩٥ کال د جون په مياشت کې په دولسمه ګڼه کې يوه بله برخه " چيرته چې ښوونځى نشته " ور زياته شوه .

د يادونې وړ بولم چې د خپلو دوو تنو همکارانو ښاغلو قادر مرادى او بريالي باجوړي له مرستى او هڅو نه په دې نوي ابتکار کې يادونه وکړم ځکه چې پرته د دوى له مرستې او زيار نه د دې کار د عملي کيدلو امکان نه و .

هغه څه چې موږ د اماتورانو په توګه په دې برخه کې سرته رسولي دي دا وو چې له ډرامې نه مو يو کرکټر يا يوه پيښه غوره کوله او هغه به مو د يوې ساده کيسې په ډول راوړله . وروسته به مو کيسه د درس په شکل تر کار لاندې نيوله او د ميسې په باب به مو تمرينونه جوړول .

موږ ډيره هڅه وکړه چې دا درسونه د امکان تر حده د تخصصي او مسلکي بنديزونو نه لرې وساتو او په دې ډول د استفاده کوونکو شمير زيات کړو. موږ درس په غير رسمي بڼه ترتيب او داسې مخکې يووړ چې د منځنۍ سطحې د ليک لوست خاوندان وکولى شي له هغه نه نورو ته د ليک لوست په ور زده کولو کې ګټه واخلي.

د يادولو وړه ده چې په حاضره ګڼه کې هغه ټولې نيمګړتياوې سمې شي . هيله لرو چې ګران لوستونکي به زموږد راتلونکوخپرونو د لا ښه کولو لپاره خپلې نظريې و نه سپموي.

په پاى کې هيله مند يم چې دا خپرونه به زده کوونکو ته ګټوره وي .


 
 
ښوونځىنوي کور، نوي ژوند
چرته چې ښوونځى نشته
 
 
لـــټــونلـــټــون
د دنيا پر مخ به څوک تر ټولو قوي او مهم وي
 
 
زمري او موږکزمري او موږک
مشهوره فلکلوريکه کيسه
 
 
پخوانۍ ولسي کيسهپخوانۍ ولسي کيسه
سپين ږيری او د هغه زامن
 
 
دسوى کيـــــــسهدسوى کيـــــــسه
د يوه خير غوښتونکي سوى زړه وړونکى داستان
 
 
سره چرګهسره چرګه
د ستونزمن کار ثمر
 
 
 مورنۍ مينه مورنۍ مينه
د يوې مور آرمان
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
 
  BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>