BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  •    مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
 
د خپريدو وخت: 11:19 گرينويچ 2008 ,26 جولاى
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
د ښار غږ: وران کورونه او ماين
 

 
 
وران کورونه او ماين
ځيني راستانه شوي کډوال د کور جوړولو پرمهال د ماين له امله له پېښو سره مخ کېږي.
که چېرې راستانه شوي کډوال مخکې له هغه چې خپل وران کورونه جوړ کړي

د ماين او ناچاودو توکو په هکله مالومات واخلي نو تر ډېرې اندازې کېداى شي چې د پېښو مخنيوى وشي.

کور يا سرپناه د انسانانو له لومړنيو اړتياوو څخه گڼل کېږي؛ نو ځکه کله چې کډوال راستنېږي، تر هر څه وړاندې د کور د جوړولو په فکر کې وي.

يو شمېر راستانه شوي کډوال خپل وران کورونه بېرته له سره جوړوي؛ نو ځکه ځينې وخت بيا د ماين او ناچاودو توکو له امله له پېښو سره مخ کېږي.

د کابل ښار يو اوسېدونکى نصرت علي محمد وايي:

 کډوال مخکې تر کور جوړولو بايدد ماين پاکۍله دفترڅخه معلومات واخلي.
 

"کله چې له کډوالۍ راستانه شوو سم له لاسه مو د کور په جوړولو پيل وکړ، کوم ناچاودى شی وچاودېده او څو تنه ټپيان شوو." شميم بيا وايي:

"زما ترور له کډوالۍ راستنه شوې وه، که څه هم کور يې ډېر نه و وران شوى، يوه ورځ يې جارو کوله چې کوم ناچاوده شی وچاود او په پايله کې يې هغه مړه شوه."

د ATC د ماين پاکۍ د دفتر کارکوونکى کفايت الله ابلاغ وايي:

"له داسې پېښو سره ډېرې وخت هغه راستانه شوي کډوال مخ کېږي، چې په خپلو کورونو کې د ماين او ناچاوده توکو په باب خبر نه وي.

کله چې هغوی خپل کور بېرته جوړوي دوى بايد له ډېر غور څخه کار واخلي،

د بېلگې په توگه که چېرې په کور کې ناچاوده شى يا ماين ويني نوژر تر ژره دې د ماين پاکۍ دفتر ته خبر ورکړي."

ماين په ځمکه کې
که چېرې څوک ماين ووينی لاس دې نه وروړي، ژر تر ژره دې د ماين پاکۍ دفتر خبر ورکړي

ځينې کډوال بيا د خپل وران کور له پخوانيو خاورو څخه په پرانه کې کار اخلي، کفايت الله ابلاغ وايي:

"دا کار خطرناک دى، کيدای شي چې تر خاورو لاندې ناچاوده مواد موجود وي،

کډوال دې مخکې تر هغه چې خپل کور جوړ کړي د سيمې له خلکو او د ماين پاکۍ د دفتر کارکوونکو څخه مالومات واخلي." د کابل ښار بل اوسېدونکی حميد وايي:

"مخکې له هغه چې کور جوړ کړم، د ماين او ناچاوده توکو په باب مې مالومات تر لاسه کړل، له يوې خوا له پېښې سره مخ نه شوم او له بل پلوه مې کو ر له خطره پرته جوړ کړ."

 
 
کباړ د ښارغږ
کباړاوناچاوده توکي
 
 
کډوال اوکورجوړونه دښارغږ
کډوال اوکورجوړونه
 
 
له ښوونځيو د ماشومانو تېښته د ښار غږ
له ښوونځيو د ماشومانو تېښته
 
 
بې کاره مسلکي کډوال د جومات مخې ته ناست دي. دښارغږ
بې کاره مسلکي کډوال
 
 
يوه معيوبه ښځه دښارغږ
معيوبه ښځې اوکار
 
 
د پيسو زړېدل ښار غږ
دپيسوزړېدل
 
 
غصب شوي کورونه ښارغږ
غصب شوي کورونه
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
 
  BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>