|
د ښارغږ: کباړاوناچاوده توکي
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د (ا ټي سي) دفتر چې دماين پاکولو په برخه کې کار کوي وايي: "په افغانستان کې د تيرو دووکلونو په اوږدوکې دماين اوناچاوده توکودچاودنې
له امله٩٠ پيښې رامنځته شوي.
په دغو پيښو کې له لويانو سره ځيني ماشومان هم مړه شوي او ځينو نورو هم د بدن غړي له لاسه ورکړي چې يو لامل يې د کباړو د ټولولو په وخت له چاودنې سره مخ کېدل دی. د ننګرهار ولايت اوسيدونکی ابراهيم وايي: "ماکباړ ټولول چې چاودنه وشوه او په پايله کې زما لاس غوڅ شو." د ا ټي سي د دفتر ريس کفايت الله ابلاغ وايي: "په افغانستان کې ډيرې جګړې تيرې شوي نو ځکه تر اوسه ناچاوده شيان پاتي دي. خلک وسپنې د خرڅولو لپاره ټولوي خو خبر نه وي چې په هغو کې ناچاوده شيان هم وي او په لاس وروړلو سره چوي."
د مزارشريف د ښاراوسيدونکی نقيب الله وايي: "زه د کباړو کار کوم، يوه ورځ مې په کباړ کې ناچاوده مرمۍ وليده، هغه مې تر خاورو لاندی کړه چې څوک يي ونه ويني" کفايت الله ابلاغ وايي: "دا کار ډيرخطرناک دی، کيدلی شي په همدې وخت کې وچوي، نو پايله يې مالومه خبرده چې مرګ ژوبله به وي." حشمت الله چې کباړاخلي او خرڅوي وايي: "زه دوه درې څله له ناچاوده شيانوسره مخ شوي يم. ډير احتياط کوم کله چې وسپنې اخلم ښې يې ګورم او هروخت چې خطرناک شی ووينم د ماين پاکي کارکوونکي خبروم." کفايت الله ابلاغ زياتوي: "دا د ماين پاکانو کار دی چې ماينونه او ناچاوده توکي له مينځه يوسي او بل څوک دا حق نه لري چې دغو خطرناکه شيانو ته لاس ور وړي."
دکابل ښار اوسيدونکي غلام حسن وايي: "زه يواځي په ښار کې دننه زړې وسپنې، ټيمان، د پيپسي بوتلونه... اخلم او هيڅکله د چاوديدونکو شيانو کباړ نه ټولوم." کفايت الله ابلاغ يو ځل بيا وايي چې د دا ډول وسپنو ټولول خطر نه لري. خو د چاوديدلو شيانو د وسپنوټولول خطرناکه پيښې رامنڅ ته کولي شي." |
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||