BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  •    مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
 
د خپريدو وخت: 03:45 گرينويچ 2008 ,23 اپريل
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
روغتيا او ژوند: شکر( ډيابېټ )
 

 
 
شکر(  ډيابېټ )
په کابل کې د ابن سينا روغتون مرستيال ډاکټر محمد نعيم همدرد په وينا د(1387) کال په اوږدو کې نيږدې( 5960 ) تنه پۀ شکر اخته ناروغان نوموړي روغتون ته ورغلي دي.

اوس هم هره ورځ لۀ (50 ) تر (70) تنو پورې خلک د شکرمالومولو لپاره نوموړي روغتون ته ورځي.

د ځينو عواملو لۀ کبله ځينې خوړل شوي قندي مواد د انسان بدن کې پۀ انرژي نه بدليږي او پۀ وينه کې پاته کېږي چې ورسره يې د وينې قند يا شکر لوړيږي.

ميرمې شفيقې وويل: " زه د شکر ناروغي لرم زما پلارهم دا ناروغي درلوده، د بدن وزن مې هم ډېر دی ، نۀ پوهېږم چې د ناروغۍ لامل به مې ارثي وي او که د وزن ډېروالی. "

ډاکټر همدرد وويل:"شکر ( ډيابېټ ) ډيری ارثي وي، له مور اوپلار نه يې بچيانو ته لېږدول کيږي. خودپاخۀ منګ ( عمر) خلکو کې يو نا مناسب غذايي رژيم،

  د شکرې ناروغي ارثي هم ده اوکله چې خوړل شوي قندي مواد د انسان بدن کې پاته شي د وينې شکرورسره لوړيږي.
 

دبدني فعاليت کم والی اوچاغوالی د نوموړې ناروغۍ نښې نښانې وي، خو دغه ناروغي پۀ لومړي سر کې کومې څرګندې نښې نۀ لري ناروغ نۀ پوهيږي .

خو چې شکريې پرمختللی شي ،يا د بلې ناروغۍ لۀ پاره معاينه وکړي نو بيا يې شکر څرګنديږي، خو لۀ دې سره سره دا ناروغي ځانګړې نښې نښانې هم لري ،

لکه: د ناروغ متيازې ډېريږي، ډوډۍ ډېره خوري،بدن يې کمزوری او خارښت کوي، پۀ سترګو يې تياره راځي ، لاس اوپښې يې بډۍ نيسي او ټپي شوی ځای يې پۀ اسانه نه رغيږي."

ميرمې شريفې وويل :" د شکرې ناروغي مې درلوده اوس د زړۀ ناروغي هم لرم، بدن مې کمزوری شوی، پۀ سترګو مې تياره راځي او ضعف کوم ״

ډاکټران وايي که شکر پۀ کنټرول کې ونۀ ساتل شي، نورې ناروغې هم لۀ ځانه سره پيدا کوي. دښې روغتيا لۀ پاره ښۀ خوراکي رژيم ډېر اړين وي.

شکر ( ډيا بېټ )
د خواږو ، غوړاو سره کړو خوړو ونډه کمه ، شنۀ سابۀ، ميوې او ترکاري بايدډېر وخوړل شي.

ځکه چې خواړه د انسان بدن روغ او غښتلی ساتي.( خواړه بايد داسې وي چې پۀ کې د خواږو ، غوړاو سره کړو خوړو ونډه کمه ، شنۀ سابۀ، مېوې او ترکاري ډېره وخوړل شي.

د کابل پوهنتون يو استاد وويل :

"ددې لپاره چې ځان د شکرې لۀ ناروغۍ څخه وساتم نو نه پرېږدم چې وزن مې ډېر شي سپورت کوم ، پياده ګرځم او خپل غذايې رژيم ته پاملرنه کوم."

 
 
تر زيان وروسته  وينه بهېدنه روغتيا او ژوند
تر زيان وروسته وينه بهېدنه
 
 
بېواکه متيازې روغتيااوژوند
بېواکه متيازې
 
 
 د مرۍ التهاب روغتيااو ژوند:
د مرۍ التهاب :
 
 
دکدودانې چنجی روغتيا او ژوند
د کدودانې چنجیِ
 
 
دغاړې مرۍ روغتيا او ژوند
د غاړې د مريو ساتنه
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
 
  BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>