BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  •    مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
 
د خپريدو وخت: 04:19 گرينويچ 2008 ,09 اپريل
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
روغتيا او ژوند:بېواکه متيازې
 

 
 
بېواکه متيازې
پۀ کورکې زېږون (ولادت ) ځينې وختونه مېرمنې لۀ يولړ ستونزو سره مخامخوي،چې يوه لۀ دغو ستونزو د تشو متيازو ( ادرار) بېواکي ده .

د لوګر ولايت يوې اوسېدونکې مېرمنې وويل : ״ ما په کور کې زېږون وکړ، تشې متيازې مې بېواکه شوې، پۀ لامل يې و نۀ پوهېدم چې ولې داسې وشول ؟ ״

څېړنودا جوته کړې چې ډېرې مېرمنې پۀ کورونو کې پۀ ناسته زېږون ( ولادت ) کوي، خو ډاکټران وايي چې زېږون بايد پۀ ملاسته تر سره شي .

يوې مېرمنې چې د دايې تر څارنې لاندې يې زيږون کړی وويل: ״پۀ کورکې مې زېږون وکړ،تشې متيازې مې بېواکه شوې، اوس لۀ شرمه چېرته تلای نه شم،د نس کښته برخه مې خوږ هم ورسره لري . ״

ډاکټرې مستورې مقصودي وويل: ״که ميرمنې پۀ ناسته زېږون وکړي يا له زيږون نه مخکې زور ووهي پۀ مثانه اوعضلاتي غړو يې زور راځي اودتشومتيازو مخنيوی کوي ،

  د انرژي لرونکو خوړو خوړل دبدن غړي غښتلي کوي، د زيږون پر مهال يې لۀ څيرې کېدو مخنيوی کوي .
 

دغه زور وهل د تشو متيازوکوونکو غړو د سستېدو يا څيرې کېدو لامل ګرځي،چې ورسره تشې متيازې بېواکه کېږي، دا ستونزه خپګان سره نوره هم ډېريږي ״

يوې مېرمنې د نوموړې ناروغۍ څخه د ښۀ کېدوپۀ موخه د زړۀ خوالۀ کړي: ״ زه تاودۀ څيزونه خورم، لکه زنجفيلي چای ، دغوزانو دګل اوماچ ،هوږه ، هګۍ .... نس او ملامې پۀ زيتون او تورو تيلوهم غوړوم . ״

د تشومتيازو بېواکي (د تشو متيازو له واکه وتل )،د دې ناروغۍ په ترڅ کې ځينې مېرمنې کورني درمل کاروي، خو ډاکټران پۀ دې اړه څۀ وايي :

״دغه ياد شوي کورني درمل تر يوه بريده ګټوردي، خو بشپړه درملنه نۀ ده ،ځکه چې له دې ناروغۍ سره دننه د بدن غړي څيرې کېدو سره مخ کيږي.

بېواکه متيازې
دغه ډول ناروغان بايد ژر ډاکټر ته يووړل شي، کورنۍ دې د ناروغ رواني حالت ته پام وکړي .

دغه ډول ناروغان بايد ژرترژره ډاکټر ته ويوړل شي او کورنۍ دې د ناروغ رواني حالت ته پام وکړي .״

د اميدوارۍ پر مهال د انرژي لرونکو خواړو خوړل ډېره ګټه لري ،ځکه چې دبدن غړي غښتلي کوي او د زيږون پر مهال يې لۀ څيرې کېدو مخنيوی کوي

ميندې بايد لۀ دې ناروغۍ څخه د مخنيوي پۀ موخه هڅه وکړي چې پۀ روغتيايي مرکزونو کې زېږون وکړي،

پۀ دغې چارې به يې نۀ يواځې خپل ځان بلکې دماشوم روغتياته هم پاملرنه کړې وي.

 
 
 د مرۍ التهاب روغتيااو ژوند:
د مرۍ التهاب :
 
 
دکدودانې چنجی روغتيا او ژوند
د کدودانې چنجیِ
 
 
دغاړې مرۍ روغتيا او ژوند
د غاړې د مريو ساتنه
 
 
دغاړې مرۍ روغتيا او ژوند
د غاړې مرۍ
 
 
دهډوکو ورستېدل روغتيا او ژوند
د هډوکو ورستېدل
 
 
نور خبرونه
 
 
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئ   چاپي بڼه
 
 
 
 
BBC Copyright Logo ^^ سرپاڼه
 
  لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
 
  BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>