بریتانیا کې واوره او سړه هوا

د ویډیو تشریح، بریتانیا کې واوره او سړه هوا

د بریتانیا په بېلابېلو برخو کې تر راتلونکو څو ورځو پورې د واورې ورېدو، ‌یخنۍ ډېرېدو او کنګل رامنځ ته کېدو وړاندوېینه شوې ده.

دا وضعیت په ګڼو سیمو کې د اورګاډو د سفر ځنډېدو او د هوايي سفرونو لغوه کېدو لامل شوی دی.

د بریتانیا شمال سکاټلنډ چې تر نورو سیمو ډېر سوړ دی، ښايي د سړوښې درجه پکې منفي پنځو ته ورسېږي. که داسې وشي، دا به د تېر کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې بریتانیا کې تر ټولو ډېره سړه هوا وي.