تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په اروپا او امریکا کې د کورونا پېښې په ډېرېدو دي
په یو شمېر اروپايي هېوادونو او شمالي امریکا کې د کورونا وېروس د مثبتو پېښو شمېر په لوړېدو دی او د وېروس کابو کېدو لپاره د حکومتونو له لوري لا سخت بندیزونه لګول شوي دي. په یو شمېر هېوادونو کې د وېروس د لومړۍ څپې پرتله چې په مارچ او اپریل میاشتو کې وه، اوس د مثبتو پېښو شمېر زیات دی. امریکا کې د جمعې پر ورځ ۸۰ زره نوې پېښې ثبت شوې دي، چې په ریکارډ کچه لوړې دي. د جرمني او ایټالیا په څېر فرانسه کې هم د نویو پېښو شمېر لوړ شوی او شپنی ګرځبندیز پلی شوی دی. دغه هېواد کې د کورونا مثبتو پېښو شمېر تر یو میلیون اوښتی دی.