تصویرونه: هند، د اور ګاډي مساپر له نظره

شانو بابر په ریل ګاډي کې له سفره ډېر خوند اخلي. کله یې چې خپل سفرونه مستند کړل، ژر ورسره نور هم ملګري شول.

د عکس سرچینه، Shanu Babar

د عکس تشریح، شانو بابر پنځه کلن و، چې لومړی ځل یې اورګاډي کې سفر وکړ. وروسته یې دا د ټول عمر لپاره په یوه مینه بدل شو. پوهنځي کې و، چې لومړی ځل یې د خپل سفر یاداشتونو لیکل پیل کړی. دغه سیلفي ۲۰۱۵ کال کې د سویلي کیرالا ایالت مرکز تریواندروم په یوه تم ځای کې اخیستل شوی دی..

د عکس سرچینه، Shanu Babar

د عکس تشریح، شانو بابر د ۲۰۱۵ کال مارچ میاشت کې پر انسټاګرام پاڼه د خپلو سفرونو په هکله د معلوماتو خپرولو لپاره د @windowseatproject یا کړکۍ څنګلورې څوکۍ په نامه حساب پرانیست. دغه تصویر هم د همدې پاڼې برخه و، چې رنګارنګ ارناد ایکسپریس کې د سپرلۍ پر مهال اخیستل شوی دی. د ګاډي هر واګون له بېلا بېلو رنګونو سره رنګول شوی دی او بېلا بېل سوداګریز اعلانونه پرې کښل شوي دي.

د عکس سرچینه، Souvik Koley

د عکس تشریح، د همدې ۲۰۱۵ کال اګست کې نورو انسټاګرام کاروونکو د نوموړي پاڼه ټګ کوله او په اورګاډي کې د خپلو سفرونو تصویرونه یې له همدې هشټګ سره خپروول. ښاغلی بابر د کلکتې یوه اورګاډي دغه تصویر په تړاو وايي، له ګڼې ګوڼې په ډک واګون کې ستړي ستومانه مزدوران په داسې حال کې لیدل چې ارام کوي، ذهناً انسان ته خوښي ورپه برخه کوي.

د عکس سرچینه، Manpreet Singh

د عکس تشریح، د بابر پاڼه د نورو ګډونوالو له تصویرونو سره په یوه تصویري زېرمتون بدله شوه. ښاغلی بابر وايي، ځايي مالدار له کلیو نه ښارونو ته په اورګاډي کې په دې توګه د غواوو او مېښو شېدې لېږدوي، ځکه په ګاډي کې دننه د دومره ډېرو ډبو لېږد لپاره ځای نه موندل کېږي.

د عکس سرچینه، Wajahat Mirza

د عکس تشریح، دغه دویم ځل شریک شوی تصویر د اورګاډي سفرونو یو بل اړخ راښيي، چې معمول دی. دې سفرونو کې داسې هم کېږي، چې ګاډي ته له ختلو وروسته ټکټ تایید شي او دوه کسان پر یوه بستر ډوله څوکۍ سفر کوي. دغه تصویر کې دوه سړي وینو، چې د سفر بهیر کې پر یوه بستر ډوله څوکۍ خوب کوي.

د عکس سرچینه، Shraddha Gosavi

د عکس تشریح، د هند لر او بر کې د اورګاډي مساپر معمولاُ له ځان سره کور کې پاخه شوي رنګارنګ خواړه هم لېږدوي. ښاغلی بابر وايي، دې خوړو کې وریجې او له رنګارنګ مسالو ډک ځايي خواړه شامل وي، چې مساپر یې د لارې اوږدو کې خوري.

د عکس سرچینه، Harshita Mahajan

د عکس تشریح، پر @windowseatproject د هرشیتا مهاجن یو تصویر چې ۲۰۱۵ کال کې یې د ډیلي نظام الدین اورګاډي تم ځای کې اخیستی و، دویم ځل خپور شوی دی. اغلې مهاجن سره یوه لویه کمره وه، چې د ناستو مساپرو پام یې ورواړاوه. هغه وايي، 'د دوی توجه او تجسس مې پام ورواړاوه.'

د عکس سرچینه، Shanu Babar

د عکس تشریح، بابر وايي، دې مساپرو یو بل نه پېژندل، نه یې یو بل ته خپل نومونه ښوولي وو، خو د لارې اوږدو کې یې د قطعو یا پرو لوبه پیل کړه او خوږو ملګرو په څېر یې د لوبې تر څنګ خندل او خواله یې کاوه. دی وايي، ځکه یې خپله لوبه کې برخه وانخیسته، چې د تصویرونو اخیستلو پر مشغولا بوخت و.

د عکس سرچینه، Prince Mandal

د عکس تشریح، د ښاغلي بابر په خبره، دغه سپین سره مېرمن ځکه یو څه اندېښمنه معلومېده، چې یو شمېر نالوستي هندیان د تم ځایونو لوحې نه شي لوستلای او دې سره ښايي اندښنه وه، چې کور ته له نژدې تم ځایه تېره نه شي.

د عکس سرچینه، Divya Duggar

د عکس تشریح، دیویا ډوګر چې له پلازمېنې ډیلي یې د همالیې پر لور د سفر پر مهال دغه تصویر اخیستی، وايي: موږ له خپلو ګرانو کوچنیانو سره فرسټ کلاس یا لومړۍ درجه برخه کې سفر کوو. د اغلې ډګر تصویرونه پر دغه پاڼه یوازیني هغه دي، چې له کورنیو حیواناتو سره اخیستل شوي دي.

د عکس سرچینه، Shanu Babar

د عکس تشریح، د بابر په وینا کله داسې هم کېږي، چې په واګونونو کې له ځای نه موندلو وروسته خلک د ریل ګاډي پر چت سفر کوي او کله چې اورګاډی تونل ته رسېږي، ټول مساپر په یوه غږ سرونه ټیټوي.