د عکسونو البوم: د ټرمپ او کیم جونګ اون تاریخي لیدنه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون سنګاپور کې تاریخي لیدنه وکړه، یو او بل ته یې لاسونه ورکړل او یو سند یې لاسلیک کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا له ولسمشر سره مخامخ ګوري.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا او شمالي کوریا مشرانو لومړی د خبریالانو پروړاندې راڅرګند شول او یو او بل ته یې لاسونه ورکړل.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دا تاریخي هوکړه د نړیوالو رسنیو د سر خبر و.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دواړو هېوادونو (امریکا او شمالي کوریا) په رسمي ډول یو او بل ته ګوتې په ماشه وو.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، نیویارک کې لارویانو د ټرمپ او کیم جونګ اون رسمي مخامخېدل کتل. دا لیدنه او خبرې امریکا کې هم د خبرونو سرټکی وګرځېدې.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، یوه ښځه، د جاپان توکیو کې پر واټ د لګول شوي تلوېزیون له لارې د ټرمپ او کیم جونګ اون لیدنه ګوري. د جاپان دولت تېره میاشت هڅه وکړه امریکا وهڅوي له شمالي کوریا سره مخامخ خبرې وکړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا او شمالي کوریا مشرانو یو او بل ته له لاس ورکولو وروسته، د خبریالانو له کامرو تري تم شول او یوازې دوه ژباړن له دوی سره وو.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د دواړو هېوادونو مشران دویم ځل د خبریالانو پروړاندې راښکاره شول چې دا ځل یې رسنیو ډېر خبري پوښښ خپور کړ.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، په دویم ځل د کیم جونګ اون پر خوله موسکا لیدل کېده، خو ټرمپ اندېښمن ښکارېده. دا ځل یې ټینګ لاس ورکړ.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، کیم جونګ اون له ټرمپ څو دقیقې وړاندې ټاکل شوي ځای ته رسېدلی و. داسې اعلان وشو چې د شمالي کوریا کلتور تر مشرانو کشران باید ټاکل شوي ځای ته ورسېږي چې دا د درناوي یوه نښه ګڼل کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د امریکا او شمالي کوریا مشرانو له مخامخ خبرو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د منځګړو کسانو په ناسته کې راڅرګند شول.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دا لیدنه بې سابقې ده.