ښایسته دسترخوان او رنګین خواړه

د پنک لیډي کلنۍ تصویري سیالیو کې د رنګارنګ خوړو تصویرونه چې بریالي بلل شوي دي.

د عکس سرچینه، Noor Ahmed Gelal

د عکس تشریح، د نور احمد ګلال دغه تصویر چې یوه مندر(د هندوانو معبد) کې یې د یوې ورځنۍ روژې ماتې پر مهال اخیستی، لومړی بلل شوی دی. دغې سیالۍ ته ۴۰ زره تصویرونه استول شوي وو.

د عکس سرچینه، Victor Pugatschew

د عکس تشریح، وکټر پیوګوو د شرابو دغه تصویر اخیستی، چې زېرمې ته توېږي. نوموړي ته د کال غوره واین عکاس نوم ورکړل شوی دی.

د عکس سرچینه، Debdatta Chakraborty

د عکس تشریح، دیبادهاتا چکرواري بنګ هوم دې هاروسټ کټګوري کې بریا تر لاسه کړې. دغه تصویر بنګال کې اخیستل شوی، چې کب نیونکي د جال خپرولو پر مهال لیدل کېږي.

د عکس سرچینه، Aniko Lueff Takacs

د عکس تشریح، د فوډ بلاګر برخه کې د د شاتو ګبین دغه تصویر بریالی بلل شوی، چې انیکو لويف اخیستی دی.

د عکس سرچینه، Tom Parker

د عکس تشریح، پر میز د خوړو وړاندې کولو کټګورۍ کې د ټام پارکر دغه تصویر لومړی بلل شوی، چې پکې یو ګارسیون کولمبیا هوټل کې خواړه وړاندې کوي.

د عکس سرچینه، Michael Meisen

د عکس تشریح، هره ورځ یوه مڼه برخه کې د مایکل میسن دغه تصویر بریالی بلل شوی دی، چې له مڼو د چمتو شوي ګل بوټي تصویر یې اخیستی دی.

د عکس سرچینه، Oliver Hauser

د عکس تشریح، د اولیور هوسیر دغه تصویر کې یو سړی وینو، چې پر خوړو د لیمه یا لیمن اوبه شیندي.

د عکس سرچینه، Andy Grimshaw

د عکس تشریح، د کریم اف د کراپ برخه کې د ایندي ګریمشا تصویر لومړی انعام ګټلی، چې له شنو مومپلیو یې اخیستی دی.

د عکس سرچینه، Linda Taylor

د عکس تشریح، فوډ پورټیټر برخه کې د د لنډا ټیلر دغه تصویر بریالی بلل شوی دی.

د عکس سرچینه، Probal Rashid

د عکس تشریح، خواړه د ژوند لپاره برخه کې د بنګله دېشي کب نیونکي دغه تصویر بریالی و، چې کښتۍ کې خواړه چمتو کوي.

د عکس سرچینه، Becci Hutchings

د عکس تشریح، بیکي هچنګ د محصلو عکاسانو برخه کې بریا تر لاسه کړه، چې د شاتو خام ګبینی په کې وینو.