ستاسې تصویرونه: جوګاړ

موږ هره اونۍ د لوستونکو لخوا را لېږل شوي تصویرونه خپروو. د روانې اونۍ موضوع'جوګاړ' دی. دا په هند کې یوه عامیانه اصطلاح ده. مانا یې د ارزان بیه نوښت په توګه اخیستل کېږي.

د عکس سرچینه، Doris Enders

د عکس تشریح، له ګوا نه ډوریس اینډرس لیکي: ''دوکان ته پر لاره مې یوې ودانۍ سره دغه سپی ولید، چې غپل یې. څښتن یې ښايي د دې لپاره فلجو پښو ته دغه اله جوړه کړې، چې سپی وکولای شي وګرځي او خپله دنده تر سره کړي. دغه نوښت مې خوښ شو. فکر کوم یو څوک شته، چې دغه سپي سره ښه ډېره مینه کوي.''

د عکس سرچینه، Lia Lopes

د عکس تشریح، لیا لوفیس کاږي: ''زه په دې باور یم، چې که ګاډي پرېږدو او د تګ راتګ لپاره د آس سپرلي وکړو، نه یوازې دا چې له ژونده خوند اخلو، بلکې چاپیریال هم پاک ساتو او دا هم یو (جوګاړ) دی.''

د عکس سرچینه، Gayathri Selvam

د عکس تشریح، ګایتري سیلوام وايي: ''دغه تصویر د هند په امرتسر کې طلايي معبد ته نژدې اخیستل شوی دی. له دغې پنځول شوې څوکۍ ډېر کار اخیستل کېده او باید پنځونکی یې وستایل شي. دا یې داسې ځای کې ټینګه کړې، چې ډېره ګڼه ګوڼه لري او د سیل، نندارې لپاره ښه ځای دی.''

د عکس سرچینه، Thirunavukkarasu Viswanathan

د عکس تشریح، تهیروناووکاراسو کاږي: ''دا وروستیو کې د هند چنايي (مدراس) ته نژدې خپل پلرني کلي ټاکولام ته له کورنۍ سره یو ځای تللی وو. د دغه ډول تصویر مې هغه مهال واخیست. ډرم په یوه ځايي معبد کې ایښی و. پخوا به دغه ډول یوه سړي واهه، خو اوس یې یوه الیکترونیکي اله ورسره تړلې او د تڼۍ له کېکاږلو وروسته یې همدغه اله غربوي. دغې پنځونې رښتیا اغېزمن کړم، ځکه اسانه او ارزان بیه ده."

د عکس سرچینه، sunil pareek

د عکس تشریح، هند کې سنیل پاریک وايي: "دغه 'جوګاړو' خپل موټر سایکل پورې یوه ټېله یا کراچۍ تړلې او داسې یو ګاډی یې ورنه جوړ کړی، چې ټوله کورنۍ پکې ګرځولای شي."

د عکس سرچینه، Robert Saunders

د عکس تشریح، رابرټ سوندرس:''له ونیلا ګل نه مرکز یا غوزه د یوه خلې په مرسته ایستل کېږي.''

د عکس سرچینه، Yvonne Botha

د عکس تشریح، یفوني بوتها: ''د خپل کور له کړکۍ مې بهر د ګاډو ګڼې ګوڼې ته کتل. معمولاً چې داسې یوه ګاډۍ ولیدل شي، خندا او ټوکې ذهن ته راځي. د نورو شیانو تصویرونه مې اخیستل چې سترګې مې پرې ولګېدې. هغه سړی چې دغه کراچۍ یې څکوله یوازې و. دغه بې کوره سړي په هغه کراچۍ کې چې معمولاً له لویو پلورنځیو پکې پېرل شوي توکي راوړل کېږي خپله شته بار کړي وو. دا راته د ټرانسپورټېشن یا بارچالانۍ لپاره اسان او ارزان نوښت راته ښکاره شو.''

د عکس سرچینه، Elaine Miller

د عکس تشریح، الاین میلر وايي: ''د یونان پاروس ټاپو کې مې یو ځل کارېدونکې داسې کمره چې تر اوبو لاندې تصویر اخلي خورا ارزانه وپېرله او نتیجه یې تاسې خپله وینئ.''

د عکس سرچینه، Siddhika Jatia

د عکس تشریح، سادیهکا جټايي کاږي: ''د هند ونارسي کې مې د دغه سړي تصویر ځکه واخیست، چې نوښت یې رښتیا حیرانونکی و. ټول دوکان یې پر سر ایښی و او دا رښتیا یو جوګاړ دی.''

د عکس سرچینه، Doris Enders

د عکس تشریح، ډوریس اینډرس وايي: ''د ګوا په ځینو سیمو کې دغه ډول پټرول پمپونه لیدل کېږي. سبب یې دا دی، چې یا (اصلي) پټرول پمپونه لرې دي او یا یو څوک غواړي همالته خپل سکوټر یا موټرسایکل کې د پټرولو بوتل واړوي. د پېسو ورکړې لپاره به غږ کوئ، چې څوک شته؟ او رښتیا یو څوک به راپیدا شي.''

د عکس سرچینه، Harvey Jones

د عکس تشریح، هاروي جونز وايي: ''دا د ډورسیټ پر سمندر غاړه د کب نیونکو جونګړې دي، چې له غورځول شویو ناکاره څېزونو جوړې شوې او ښایستوکې ښکاري. له سي سي ټي وي کمرې نه د یوې مرغکۍ ځاله څارل کېږي. زما په اند دا یو جوګاړ دی.''

د عکس سرچینه، Nikki Rose Terry

د عکس تشریح، نیکې روز ټیرې وايي: ''ډېری مهال د سیل لپاره ساوت ډاون سیمې ته ځم او دغه زنګ خوړلی ځنځیر وینم، چې د تراکتور له پرزو سره یو ځای د دروازې تړلو لپاره استعمالېږي.''

د عکس سرچینه، Hannan Khamis

د عکس تشریح، حنان خمیس: ''د سږکال دوبي کې مې دغه تصویر د پیرو یوه ځنګله کې واخیست. یوه ځایي کورته نژدې مو دمه وکړه. کوربنې اوبه راکړې او پېسې یې رانه واخیستې. موږ یې د بېزو او توتیانو ستاینه وکړه. شاوخوا مې کتل دغه کوچني نوښت ته مې پام شو. له زاړه بوتله جوړ شوي دغه موبایل سټېنډ ته مې پام شو، چې د دغه کور پر یوې ستنې پورې غوټه شوی و.''

د عکس سرچینه، prerna jain

د عکس تشریح، پرینا جین:" ډیلي کې د ګازي څښاک یو تش بوتل د استعمال شوي ربړ له ټوټې سره یو ځای د اوبو یوې زېرمې سره د دې لپاره تړل شوی، چې د څڅوبې مخه ونیول شي.''

د عکس سرچینه، Will Ayre

د عکس تشریح، ویل ایرې: ''زه عکاس یم او دا الهام ورکوونکی نوښت دی، چې یوه څوکۍ د یوه نوي هدف لپاره وکاروول شي.''