د پاکستان سترې محکمې پر پرېکړې غبرګونونه

اسلام اباد کې د دغه هېواد د سترې محکمې له پرېکړې مخکې او وروسته حال په انځورونو کې.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سترې محکمې د اپریل پر ۲۰ یو څېړنیز پلاوی ټاکلی و، چې د جولای پر ۲۱ مه یې د دغه پلاوي د رپوټ پر اساس پرېکړه وکړه.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، سترې محکمې نوازشریف نا اهل وباله او د هغه د کورنۍ خلاف یې د څېړنو امر وکړ
د عکس تشریح، د تحریک انصاف ګوند کارکوونکو د محکمې له پرېکړې وروسته خوښي څرګنده کړه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د محکمې پرېکړه کې ویل شوي، چې نوازشریف ۲۰۱۳ کال کې د کاندید کېدو پر مهال د خپلې شتمنۍ په څرګندولو کې رښتیا نه دي ویلي او له دې کبله صادق او امین نه دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ملتان کې د نواز شریف ګوند مسلم لیګ (نون) پلویانو احتجاج کړی دی

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پاکستان اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب دغه پرېکړه خواشینونکې بللې
د عکس تشریح، له پرېکړې مخکې پر ټلویزیون د خبرونو انتظار
د عکس تشریح، لاهور ستره محکمه کې د پرېکړې انتظار
د عکس تشریح، د تحریک انصاف ګوند یوه دفتر کې د خوښي لمانځلو لپاره چمتووالی
د عکس تشریح، د پاکستان تحریک انصاف ګوند نعیم الحق ویلي د امنیتي ملحوظاتو له کبله عمران خان محکمې ته نه و ورغلی