د عکسونو البوم: د پاکستان مشهورو جوماتونو زړه راښکونکې منظرې

محمد اشعر له فیصل جومات پرته، د پاکستان بېلابېلو برخو کې د نویو او پخوانیو مشهورو جوماتونو انځورونه اخیستي دي.

د عکس سرچینه، Muhammad Ashar

د عکس تشریح، لاهور کې د بادشاهي په نامه جومات د عمومي دروازې ښکلې یوه منظره

د عکس سرچینه، Muhammad Ashar

د عکس تشریح، لاهور کې شاهي جومات د مغل پاچا اورنګزیب عالمګیر د واکمنۍ پرمهال په ۱۶۷۳ کال کې جوړ شوی چې په یوه وخت کې څلور زره کسان پکې لمونځ کولای شي.

د عکس سرچینه، Muhammad Ashar

د عکس تشریح، دا په ترکي معمارۍ جوړ جومات په (ماوي جومات) هم مشهور دی چې د ترکیې استانبول زرغون جومات په څېر جوړ شوی.

د عکس سرچینه، Muhammad Ashar

د عکس تشریح، د بادشاهي جومات د اوداسه ځای (حوض) یوځل بیا ګټې اخیستنې ته چمتو شوی.

د عکس سرچینه، Muhammad Ashar

د عکس تشریح، چنیوټ کې د شاهي جومات د ننه منظره، چې لایې هم د بیارغونې چارې دوام لري.

د عکس سرچینه، Muhammad Ashar

د عکس تشریح، د شاه جهان د واکمنۍ پرمهال نواب سعدالله خان چنیوټ کې د شاهي جومات ډبره کېښوده، عمومي دروازه کې یې د مغلو د ودانیو معماري او هنر کارول شوی.

د عکس سرچینه، Muhammad Ashar

د عکس تشریح، لاهور کې د موتي په نامه جومات هم د شاه جهان د واکمنۍ پرمهال جوړ شوی چې سپین مرمر ډبرې پکې لګول شوې دي.

د عکس سرچینه، Muhammad Ashar

د عکس تشریح، د لاهور بحیره په نامه جومات کې پخوانۍ او معاصره معماري کارول شوې. د اوبو فوارې او ښکلې فضا د جومات منظره لا پسې ګلالۍ کړې ده.

د عکس سرچینه، Muhammad Ashar

د عکس تشریح، چقچن جومات د پاکستان په لیرې بلتستان کې جوړ شوی. دا جومات په ۱۳۷۰ کال د ایراني مبلغ اسلام میر سید علي همداني په لاس جوړ شوی. د ځینو روایتونو له مخې، دا ودانۍ له جومات کېدو وړاندې د بودیانو عبادتځای و.

د عکس سرچینه، Muhammad Ashar

د عکس تشریح، دا جومات له بهاولپور نه نژدې ۱۰۰ کیلومتره لیر د چولستان په ریګستان سیمه کې جوړ شوی. انځور ګهیځ مهال اخیستل شوی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، فیصل جومات، د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د مارګلې غونډۍ له لمن کې جوړ شوی. د سعودي پخواني پاچا فیصل بن عبدالعزیز په ۱۹۶۶ کال پاکستان ته د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د فیصل جومات د بنسټ ډبره کېښوده.