د عکسونو البوم: د هالیووډ د وتلې ستورې ژوند

د هالیووډ د ستورې ډبي رینالډز ژوند په انځورونو کې. هغه تېره اونۍ په ۸۴ کلنۍ کې مړه شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مېرمن رینالډز د کېري فېشر – د ستورو جګړه فېلم ستورې ـ مور وه. ډبي رینالډز پر ۱۹۵۲ کال او په تاریخي فېلم "په باران کې غږ" رول لوبولو سره مشهوره شوه.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د مېرمن رینالډز لومړنی خاوند اډې فېشر و، چې د پنځوسمې لسیزې په لومړۍ نیمايي کې د پاپ موسیقۍ ستوری و. دا انځور هم پر ۱۹۵۵ کال د دوی د واده پر کال اخیستل شوی دی.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، په ۵۰ ا و۶۰ لسیزه کې په کمېدي او میوزیکل فېلمونو کې په ډېر رول لوبولو سره یې شهرت ډېر شو. په دغه انځور کې چې پر ۱۹۵۵ کال اخیستل شوی، هغه د سوېلي کوریا په پلازمېنه سیول کې امریکايي سرتېرو ته ننداره وړاندې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کېري فېشر د ستور جګړه فېلم ستورې د مېرمن رینالډز د لومړني واده لومړنۍ مېوه(اولاد) و. د مور( رینالډز) له مړینې یوه ورځ مخکې لور (فېشر) په ۶۰ کلنۍ کې مړه شوه.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، زوی یې اډې فېشر پر ۱۹۵۸ کال او د دغې هنرمنې جوړې له طلاق یو کال مخکې نړۍ ته رغی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ډبي رینالډز او لور اړیکه یې له لوړو ژورو ډکه وه. هغې په خپل رومان کې چې د خپل ژوند په تړاو یې کښلی له نشه يي توکو سره یې ستونزه او دا اړیکه یاده کړې ده. دا انځور هم پر ۱۹۷۲ کال مور او لور ښيي.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، هغې په خپل مسلکي ژوند کې په کمېډي او میوزیکل فېلمونو کې رول ته دوام ور کړ. د انځور ښي لور ته مېرمن رینالډز او ور سره میکي روني او انا مېلر لیدل کېږي

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، ډبي رینالډز پنځه ځلې د ګولډن ګلوب، یو ځل اوسکار او دوه ځله هم له سېنما ستورو ټولنې د یو عمر هنري لاسته راوړنو جایزه ترلاسه کړه.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مېرمن رینالډز د هالیووډ نومیالیو په پیاده رو کې مجسمه لري. د هغې د لاس او پښو انځور هم د چیني ګرام تیاتر په مخ کې کښل شوی دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سېنما دا ستورې د خپل عمر په اوږدو کې بیا دوه ځلې واده وکړ، خو له دې ودونو یې کوم بچی را نه وړ.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ډبي رینالډز د خپلې لور کېري فېشر له مړینې یوه ورځ وروسته مړه شوه. امریکايي رسنۍ وايي، دغه هنرمنه له مغزي سکتې سره مخ شوې وه.