د عکسونو البوم: فیمینېزم یوازې د سپین پوستو ښځو لپاره دی؟

د جنسیت یو شانوالي غورځنګ کې هر څوک ګډون لري؟ د ټولو توکمونو، مذهبونوو، جنسونو او پوړونو ښځې په فیمینېزم کې راځي؟ ایا تاسو هم فیمنېست یا د ښځو ملاتړي یاست؟ دا هغه پوښتنې دي چې د ۲۰۱۶ کال د ۱۰۰ ښځو په هکله د بي بي سي لندن مرکز کې بخث پرې وشو.

د عکس سرچینه، Surya Elango

د عکس تشریح، رحما حسن وايي: "یواځې هغه فیمینېزم چې په ما کې هم د تورپوستې مسلمانې په حیث شته، په ځای فیمینېزم دی. دا ماته اجازه را کوي چې دین هم وکړم او خپلواکي هم ولرم، یو هم پرې نه ږدم".

د عکس سرچینه، Surya Elango

د عکس تشریح، روقیه قاضي وايي: " زما په اند د ښځو ملاتړ کې هر څه راتلی شي هغه که نظریه او یا خبرې وي. دا ښه کار دی، فیمینېزم ټولې څنډې ته شوې ډلې پیاوړې کوي. خو د ښځو ملاتړي او هغوی چې په دې غورځنګ کې شریک دي دا احساس ترلاسه کول یې وخت نیسي. د دوی لپاره پرانیستې لارې باید وي. زما په اند په دې سره به هرڅه ډېر ښه شي".
د عکس تشریح، میګن بیچ وايي: "زما په اند بې ځایه فیمینېزم د منلو نه دی. هغه دا فکر نه لرل چې څنګه موږ په مختلفو لارو ځپل کېږو. ولې موږ ټول په ګډه د مذهب، توکم، خپل جنسي هوویت، رواني روغتیا تاریخ لپاره یو غږ نه پورته کوو. د هغو خلکو سره چې مینه کوو او یا هغه شیان چې وایو یې. زموږ په کومه لار روان یو، راځئ دا باید زموږ لار وي. باید وپوهېږم چې څومره واټن مو وهلی، خپل مغز مو خلاص کړئ او د هغو ښځو ملاتړ وکړئ چې نړۍ پرې تیاره ده".

د عکس سرچینه، Surya Elango

د عکس تشریح، حیدر عبدل: "تورپوستې ښځې د رنګ او جنسیت له مخې له ډېر ربړ سره مخ دي او دوی ډېرې هڅې ته اړتیا لري. په برتانیا کې مسلمانې مېرمنې له اقتصادي پلوه ډېر کمزوری ګروپ دی او تر نورو ښځو درې ځلې ډېرې وزګارېږي. اسلامي ټولنو د اسلام وېرونې په خبره سترګې پټې کړې دي. د تورپوستې مسلمانې په توګه رښتونې او په ځای د ښځو ملاتړ خوښه نه بلکې اړتیا ده".

د عکس سرچینه، Surya Elango

د عکس تشریح، ارچیتا سریني وسن: "دا انصاف دی نه برابري، ځکه په ما کې هم فیمینېزم شته".

د عکس سرچینه، Surya Elango

د عکس تشریح، نادره قاضي: "کله چې زه د رښتوني فمینېزم په هکله فکر کوم، نو د روپي کور شعر را یاد شي( ما ته مه وایه، چې ستا د وطن په څېر زموږ ښځې ښایسته نه دي)".

د عکس سرچینه، Surya Elango

د عکس تشریح، نادین ال منصفي وايي: "له خپلو نږدې او لنډو تجربو ما فیمینېزم ترلاسه کړ. خو ما ښه او ځانګړی فیمینیزم هغه وخت وموند چې د مسلمانو ښځو ټولنه مې ومنله او هرکلی مې یې وکړ".

د عکس سرچینه، Surya Elango

د عکس تشریح، کامله لوګروف: "ما تر هغه د جنسیت په تړاو په تبعیض باور نه درلود تر دې چې د پوهنتون یوې ملګرې ماته وویل، چې زه څومره پیاوړو ښځو ستایلم. زه په دې خبرې سره ډېره فکرمنه شوم. موږ یواځې د ژوند تېرولو ښځې وو، بیا مې دا احساس پیدا کړ چې دا ډول ژبه زموږ د ټولنې په ذات کې ده او هغه وخت یې کاروي چې ځواکمنې ښځې ډاګیزوي، ځکه زه فکر کووم چې په ما کې هم فیمینېزم شته".

د عکس سرچینه، Surya Elango

د عکس تشریح، مېشل الفرد کاماره وايي: "زه په زوره او قصداً د فیمینېزم ادعا کوم، ان کله چې د مختلفو اندېښنو لرونکي فیمینیستان ما بېلوونکې بولي، دوی فیمینېزم انحصارول غواړي ".

د عکس سرچینه، Surya Elango

د عکس تشریح، ارین ډیکسټر وايي: "فیمینېزم د هر چا لپاره دی، ځکه جنسي تبعیض هرڅوک زیانمنوي. ان که ته فیمېنست هم نه یي، نو ته د ښځو مخالف یې یا اړتیا لرې چې په وییپانګه کې لټون وکړې".